برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۸ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

اسرائیل غزې یی بمبار کړی، فلسطیني مقاومت توغنديز ځواب ورکړ

آریانانیوز: پرون هم اسرائیلي اشغالګرو په یاده سیمه کې د مقاومت د څار پر یوه برج د توپونو ډزې وکړې چې د حماس د نظامي څانګې دوه تنه غړي یې شهیدان کړل.


اسرائیلي رسنۍ وايي، ۸ توغندي له غزې څخه د اسرائیل پر لورې ویشتل شوي چې دوه يې د اسرائیل د توغندیو ضد سيسټم شنډ کړي او ۶ نور يې غزې ته په نژدې یهودي مېشت ځایونو کې لګېدلي دي.
په دې توغنديز برید کې ۱۰ تنه یهودیان ژوبل شوي او غزې ته ورڅېرمه مېشت ځایونو کې سخته وېره خپره شوې ده.
نن چهارشنبه اسرائیلي پوځ وويل چې د غزې پولې ته نژدې يې د انجنيرۍ د برخې یو ګاډی تر برید لاندې راغلی دی.

د پوځ په خبره، ډزې د غزې له لورې پرې شوې، ګادی یې زیانمن شوی خو څوک پکې ټپيان شوي نه دي.
اسرائيلي اشغالګرو پوځیانو تر برید وروسته د غزې پر لورې ډزې کړې دي ومت توغنديز ځواب ورکړ

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي