برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۵ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

اسرائیل او ترهګر د فلسطینیانو کورونه ورانوی

دیورپوټ په اساس د سوریې دباندنیو چارو د وزیر مرستیال فیصل مقداد وویل ترهګرو ډلو د صهیونیسټ رژیم په مرستو سره په سوریې کښې د فلسطینیانو کورونه وران کړل.


هغه پرون په پلازمینې دمشق کښې د فلسطین د کډوالو لپاره د کارونو درامینځته کولو او د مرستې د رسونې د ادارې (he United Nations Relief and Works Agency for Palestine Refugees) له مدیر پیر کرینبول (Pierre Krähenbühl) سره په کتنې کښې وویل دسوریې په کړکیچ کښې ترهګرو ډلو په ځلونو په هیواد کښې دفلسطینیانو په کیمپونو او دهغوې په کورونو او تاسیساتو حملو سره هغه وران کړی او ددغو کیمپونو په سلګونو هستوګنه خلک یې وژل وژلی دی
دسوریې دبهرنیو چارو د وزیر مرستیال فیصل مقداد وویل د سوریې حکومت په هیواد کښې د فلسطین د هستوګنه خلکو حالاتو ته ډیر اهمیت ورکوی او د فلسطین او دسوریې د کړکیچونو له پایلو د تیریدا او دهغوې دکمیدا هڅه کوی .
فیصل مقداد صهیونیسټ رژیم د فلسطین د ملت د کړاونو او له لومړیو حقونو دهغوې د بې برخې کولو د دوام مسول وباله .
هغه دامریکا دمرستو بندول او د فلسطینی کډوالو لپاره دکارونو درامینځته کولو او د مرستې د ادارې (UNRWA) د بودجې په اړه په خپلو ژمنو عمل نه کول وغندل او ویې ویل دامریکا دغه اقدامات د صهیونیسټ رژیم د خدمت کولو او د فلسطین دخلکو د حالاتو دنورو سختیدا په لړ کښې دی .
د فلسطین د کډوالو لپاره د کارونو د رامینځته کولو او د مرستې د ادارې (UNRWA) مدیر پییر کرینبول هم د سوریې دخارجه وزیر له مرستیال فیصل مقداد سره په کتنې کښې په تیرو کلونو کښې دفلسطینی کډوالو لپاره د سوریې دحکومت خدمات او امکانات وستایل .
هغه د ځینو هیوادونو لخوا دمرستو له بندولو وروسته ددغه ادارې په مشکلاتو ټینګار وکړ او ویې ویل دغه اقدام دسیمې په مختلفو سیمو کښې له فلسطینیانو سره د نوموړې ادارې د مرستو کول له مشکل سره مخ کوی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي