برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۸ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

اسرائیلو نن سهار وختی غزې بمبارې کړ

آریانانیوز: د فلسطین سرچینو وویل چې د صهیونیسټ رژیم جنګی الوتکو نن سهار وختی د غزې تړانګې په جنوب کښې په «خان یونس »کښې د مقاومت د ځواکونو په مرکزونو بمبارې کړی دی .


له دغو بمباریو وروسته په غزې تړانګې کښې د څو سختو چاودنو غږونه اوریدل شوی دی .
تراوسه د اسرائیلو د نن سهار د بمباریو د وژلې او د نورو رسیدلیو تاوانونو په هکله کوم راپور نه دی خپور شوی .
د فلسطین مقاومت هم دغو بریدونو ته په غبرګون کښې په صهیونیسټ میشته ښارګیو توغندی ورویشتل .
ځینو سرچینو ویلی دی چې د فلسطین مقاومت تراوسه په نیواکی سیمو په لسګونو راکټونه ورویشتلی دی .
د فلسطین دغزې تړانګې په خوا کښې په صهیونیسټ میشته ښارګیو کښې د خطرې اژیرونه وهل شوی دی .
دفلسطین د مقاومت ډلو ټینګار کړی دی چې د بمباریو ځواب به په بمباریو او د وینې دتویولو ځواب به په وینې تویولو سره ورکړی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي