برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳۰ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

اردوغان – که قدس ونه ساته، راتلونکی ګواښ به «مکې» ته وي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ د قدس شریف د ملاتړ په پار رابللې یوې لویې مظاهرې ته د وینا پر مهال وویل چې د قدس شریف په ژغورنه کې د مسلمانانو ناکامي به ددې سبب شي چې زمونږ «مکه» په خطر کي شي.


نوموړي په استانبول ښار کې د مسلمانو هیوادونو د سرمشریزي غونډې تر مخه د نیم ملیون خلکو یوه ستر لاریون ته د وینا پر مهال وویل: «قدس یو عام ښار نه دی، بلکې یو رمز، قبله او زمونږ لپاره یو امتحان دی، که مونږ مسلمانان نن د خپلې لومړۍ قبلې ساتنه ونه کړو، نو مونږ به د خپلې وروستی قبلې «مکې» ساتنې څخه هم ډاډمن نه یو».
نوموړي وویل چې یوازي مسلمانان د قدس شریف په امتحان کې نه دي ناکامه شوي، بلکې ټوله انسانیت ناکام شو.
نوموړي د ملګرو ملتونو چوپتیا وغندله او زیاته یې کړه چې اسرائیل د کال ۱۹۴۷ راهیسي په فلسطین کې هغه څه کوي چې زړه یې غواړي، خو ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه ورته ګوري او هیڅ نه وايي.
نوموړي پر اسلامي هیوادونو د نیوکې په توګه وویل چې زه به یې په صراحت سره ووایم، مسلمان چې په خپلو منځو کې یو له بل سره څومره په سخته چلند کوي، د خپلو دښمنانو پر ضد هغومره غیرت نه ښکاره کوي».
نوموړي وویل چې «د امریکا په پریکړي د قدس شریف اهانت وشو، هره ورځ صهیونیستان یهودان مسجد اقصی ته توهین کوي او د بوټانو سره په مسجد کې ګرځي، حرم ابراهیمي تر اشغال لاندي دی، او مونږ مسلمانان یوازي په غندلو ګوزاره کوو».
اردوغان وویل چې بې اخلاقه ظالم یوازي د قوت په ژبه پوهیږي، ځکه نو که د نړۍ مسلمانان را متحد شي او ددې ظلم پر ضد غږ اوچت کړي، نو اسرائیل به خپل ظلم ته دوام ور نه کړای شي.
نوموړي د اسرائیل په نامه هیواد یو تروریست هیواد وباله چې پر وړاندي يې باید ټوله نړۍ او مسلمانان متحد شي.
اردوغان په خپله وینا کې وویل چې د الله تعالی قوت تر هر چا ډېر دی، اسرائیل که هر څومره قوي وسله ولري، الله تعالی باندي قوي دي، او زیاته یې کړه چې اسرائیل اوسمهال ترکیه او د هغې ولسمشر هدف ګرځوي، چې دا زمونږ پر حقانیت دلالت کوي.
نوموړي وویل چې عثماني خلافت د ۴۰۰ کالو لپاره د فلسطین او قدس شریف ساتنه وکړه، د عثماني خلافت د سقوط وروسته تر اوسه هم د فلسطین پر دیوالونو باندي د وینو اثار پاته دي.
نوموړي ملګري ملتونه ملامت کړه چې ولي د امریکا د ولسمشر پر پریکړو پټه خوله ده، دغه چوپتیا یې پر دې دلالت کوي چې دوی هم د امریکا سره په ظلم کې شریک دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي