برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۰ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

اردوغان – د جمال خاشقجي د برخلیک په اړه دمعلومیدو ټینګار

آریانانیوز: رجب طیب اردوغان پرون یوځل بیا په استنبول کښې د عربستان د کنسولګرۍ په ودانۍ کښې د بې درکه شوي خبریال جمال خاشقجي د برخلیک معلومیدو په ضرورت باندې په ټينګار سره وویل: ترکیې د خاشقجي د بې درکه کیدو ټول اړخونه څیړلي دي او د دغه عربستاني خبریال د وضعیت په لړ کښې به هیڅکله غلې پاتې نه شې.
د ترکیې ولسمشر زیاته کړه چې د دغه نیوکه کونکي سعودي خبریال د برخلیک تر معلومیدو پورې امنیتي او اطلاعاتي عملیات دوام لري.
اردوغان په استنبول کښې د عربستان په کنسولګرۍ کښې د امنیتي کیمرو بند پاتې کیدل د نه منلو وبلل.
په عین حال کښې د ترکیې سرچینو د جمال خاشقجي د بې درکه کیدو د دوسیې په تحقیقاتو کښې له انقرې سره د واشنګټن د ملګرتیا په هکله د امریکې د ولسمشر ټرمپ ادعا دروغ وبلل.
د ویلو ده چې خاشقجي په دې وروستیو کښې د خپل واده د ثبتولو لپاره، سره له خپلې چنغلې په استنبول کښې د عربستان کنسولګرۍ ته لاړه خو له دغې ودانۍ بیرته راونه وته.
د یو بل خبر له مخې د پټو کېمرو يا CCTV فېلم کښې چې رسنيو خپور کړے دے له الوتکې څخه د سعودي د پينځلس کسيز ټيم د کوزیدو له شېبې نه په استنبول کښې د سعودي د کنسولګرۍ ودانۍ ته تر ننوتو پورې صحنې په آل سعود باندې د نيوکه کونکي جرنلېسټ جمال خاشقجي د ادعائي قتل لپاره د پلان ښودنه کوي.
د العالم خبري چېنل د رپوټ له مخې پرون د پينځلس تنو سعوديانو تصويرونه خپارۀ شول چې د ترکيې په استنبول کښې د سعودي کنسولګرۍ ته د خاشقجي له ننوتلو نه يوه ګېنټه وروسته دغې ودانۍ ته ننوتل د خاشقجي له ننوتلو نه درې ګېنټې وروسته ترې بهر وتلي دي.
رسانه اي فعالان د دغو پينځلسو تنو د هويت په څېړلو سره دې نتيجې ته رسېدلي دي چې له هغوي څخه زياتره له آل سعود رژيم او د سعودي له وليعهد محمد بن سلمان سره وابسته کسان دي.
له بلې خوا د ترکيې پوليسو اعلان وکړ چې له دغو پينځلسو کسانو څخه يې اته کسان پېژندلي دي.
د شين هوا د رپوټ له مخې د ترکيې پوليسو د اتو تنو تورنو سعوديانو مشخصات خپارۀ کړل چې په هغو کښې څو تنه رسمي چارواکي دي، البته د دغو کسانو نومونه يې نه دي خپارۀ کړي. خود رسنيو له مخې
له هغوي څخه يو محمد سعد الزهراني نوميږي چې د بن سلمان يو خاص محافظ دے او له دې مخکې له بن سلمان سره په يو تصوير کښې ليدل شوے دے او داسې ښکاري چې د سلطنتي ګارډ يو غړے دے.
د خاشقچي مړے په مُثله شوي حالت کښې او د شکنجې له زياتو آثارو سره په استنبول کښې د سعودي کنسولګرۍ ته له ننوتلو نه پينځه ورځې وروسته وموندې شو. خاشقجي د آل سعود رژيم لخوا د نيونکو او تعقيب لاندې کسانو په لېسټ کښې شامل ؤ چې هغه د نيول کېدو له ويرې له سعودي نه په بهر کښې ژوند کوۀ.
له بلې خوا د سعودي د علماو کمېټۍ د سعودي جرنلېسټ او ليکوال تښتول او وژل يو وحشيانه جنايت وبلۀ چې د دينونو او مدهبونو د ټولو ارزښتونو او ټولو نړيوالو منل شويو اصولو خلاف چاره ده.
د سعودي د علماو کمېټۍ له عالمانو، ديني پوهانو او ليکوالانو وغوښتل چې له هغو کسانو څخه دې چې د زمانې د طاغوت په مقابل کښې حق خبره کوي ملاتړ وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي