برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, 18 جولای , 2020 لنډ لینک :

په نیواکي قدس کښې پراخې مظاهرې

آریانانیوز: درسندیوپه رپوټ د نیواکي فلسطین زرګونو اوسیدونکو بیګا په نیواکي قدس کښې د صهیونیسټي رژیم د وزیراعظم بنیامین نتانیاهو د مالي فساد خلاف مظاهرې وکړې.
د نیواکي فلسطین اوسیدونکو په دغو مظاهرو کښې د یولړ شعارونو په ورکولو سره د نتانیاهو د استعفا غوښتنه وکړه.
مظاهره چیانو هم داشان د کرونا د خپریدو له امله په بدو اقتصادي حالاتو باندې اعتراض وکړ.
دا په تیرو څه کم ۷۲ ساعتونو کښې د نتانیاهو خلاف د معترضانو دریمه ستره تجمع او مظاهرې دي.
د ویلو ده چې بنیامین نتانیاهو په تیرو څلورو میاشتو کښې د مالي فساد په څلورو دوسیو کښې تورن شوی دی.

شریک یي کړئ!