برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, 29 مارس , 2020 لنډ لینک :

په نړۍ کښې د زر تر زره د ډزبندۍ غوښتنه

آریانانیوز: د نړيوالو سرچينو په رپوټ د ملګرو ملتونو مشر آنتونیو ګوټرېش وویل، چې د جګړې قربانیان په کوروناوایرسو د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي. د گوټرېش په وینا، د جګړو له کبله په ښکېلو هېوادونو کښې روغتیایي سیستم له منځه تللی او روغتیایي متخصصین هم د ګوتو په شمېر دي، چې په داسې حال کښې هغوي هم هره وخت له برید سره مخامخ دي.
د روغتیا د نړیوالې ادارې د شمېرونو له مخې، دمګړۍ د نړې په ۱۹۰ هېوادونو کښې درې لکه څلور دېرش زره او ۹۸۱ کسان په کورونا واېرسو اخته شوي او لږ تر لږه ۱۴۲۶۵ کسان ترې مړه شوي دي.

شریک یي کړئ!