برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۹ جوزا , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په شمالی وزیرستان کې د بم په چاودنې کی

آریانانیوز: دنیانیوز خبری سایټ له راپور په اساس دشمالی وزیرستان په خړکمرسیمې کې دپوځیانو یو ګاډی له مخکې دکیښودل شوی بم په وسیله الوزول شوی ، چې له امله ئې د پوځ د درو لوړپوړو افسرانوپشمول څلور پوځیان وژل شوی او یو شمیر نور هم ټپیان شوی دی.



دپاکستان دپوځ دعمومی اطلاعاتو ا دارې ائی ایس پی آر دراپور په اساس په وژل شوو کسانو کې لیفټننټ کرنل راشد کریم ، میجر معیز مقصودبیګ، کیپټن عارف ا.. او حوالدار ظهیر شامل دی او دغه راز څلور نور پوځیان ټپیان شوی هم د ی.

ددغه راپور په اساس دغه پیښه په هماغه ځای کې یعنی ( خړکمر سیمې کې ) شوی ، چې څو ورځې مخکې پکې په پوځی عملیاتو کې د ترهه ګرو یو شمیر مرسته کونکی نیول شوی وو .
له تیرې یوې میاشتې راهسې د خیبرپختونخواه صوبې په شمالی وزیرستان سیمې کې کابو لس پوځی ماموران وژل شوی او تر پنځو دیرشو زیات ټپیان شوی دی .
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان او ولسمشر عارف علوی په شمول د پاکستان نورو لوړ رتبه سیاسی او پوځی مشرانو او سیاستوالانو د شمالی وزیرستان حمله په کلکه غندلی ده .

شریک یي کړئ!