برخه -څانګه : accidents, social, world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۵ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په بحرین کښې دبشری حقوقو په خلاف ورزۍ دامریکا اعتراف

په تیر میلادی کال کښې د بشری حقوقو د حالاتو په اړه دامریکا دبهرنیو چارو دوزارت کلنی راپور د اپریل دمیاشتې په شلمه(۲۰) نیټه خپور شو چې یوڅلویښتمه صفحه(Page) یې په بحرین کښې د بشری حقوقو د خلاف ورزۍ دموردونو په اړه ده.


دامریکا دخزانې وزارت په کلنی راپور کښې د حکومت لخوا د بحرین د ښاریزو خپل سره وژلې ، د اتو سیاسی بندیانو وژلې او د نیول شویو کسانو دشکنجې او وهلو ټکولو په اړه پراخو راپورونو ته اشاره شوی ده .

د بشری حقوقو موسسې وایی بحرین د مینځنی ختیځ د ترتولو کوچنی هیواد په توګه چې امریکا او سعودی عربستان تر ملاتړ لاندې دی ترټولو زیات سیاسی بندیان لری .
دبحرین سیاسی بندیان په زندانونو کښې په ډیرو بدو شرایطو کښې ساتل کیږی او ډیر وهل کیږی هم .
دبحرین خلک د ۲۰۱۱ میلادی کال دفرورۍ دمیاشتې له یولسمې(۱۱) نیټې راهسې په سوله ایزو مظاهرو سره په هیواد کښې د ازادۍ او دعدالت دټینګیدا او د ازادو انتخاباتو له لارې دیوه ولسی حکومت دجوړیدا غوښتنه کوی .
دبحرین ال خلیفه دیکتاتور رژیم د خلکو جایزو غوښتنو ته د ځواب د ورکولو پرځاې هغوې د امریکا، انګلستان ، سعودی عربستان ، اردن او د متحده عربی اماراتو د عسکرو او استخباراتی مامورینو په مرستې سره په سخته ځپی چې تراوسه یې ډیر سیاسی بندیان دسخت شکنجه کولو په خاطر وژلی هم دی .

شریک یي کړئ!