برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, 1 سپتامبر , 2018 لنډ لینک :

په امریکا کې په ډزو کې ۵۱کسان ووژل شو

آریانانیوز : په امریکا کې د وسلوالو نښتو د احصایو ثبتونکی مرکز بیګا په یوې اعلامیې کې وئیلی دی و په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې د امریکا په بیلابیلو ایالتونو کې د ډزو ۶۷موردونه ثبت شوی دی ، چط له امله ئې لږترلږه اتلس کسان وژل شوی او ۳۳نور ټپیان شوی دی.


د دغه راپور په اساس زیاتره ډزې په شمالی کارولینا او هاوای ایالتونو کې شوی دی .
په امریکا کې د وسلوالو تاؤتریخوالو د احصایو ثبتونکی مرکز همدرااز راپور ورکړی دی ، په تیرو اته څلویښت ساعتونو کې په بیلابیلو ایالتونو کې د ډزو یو سل نوی موردونه راپور شوی دی ، چې په نتیجې کې ئې ۴۹کسان وژل شوی او یو سل لس نور ټپیان شوی دی .
کره راپورونه ښئ هر کال د امریکا په بیلابیلو ایالتونو کې د ډزو له امله په زرګونو کسان خپل ژوند له لاسه ورکوی او دا دامریکا قانون جوړونې اورګانونه دی چې تر دې دمه ئې دد غه هیواد په مهمو اورګانونو کې د وسلو دپیرپلور د لابیو دنفوذ له امله هیڅ ډول قانون جوړونې نه دی کړی او د امریکا ولس ئې د وسلو دګرځونکو په وړاندې بې بسه پریښودلی دی .
له دې سره په یووخت یو بل خبر ښئ د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ یو ځل بیا سی این این خبری چینل دلیوانیو کارونو مرکز بللی دی .
ډونالډ ټرمپ بیګا په خپل ټولنیز چینل کې لیکلی دی ، سی این این ټیلیویژنی چینل دلیوانو په څیر دخپل خبر په سرچینو پسې ګرځی ، خو لیرې ښکاری داسې کومه سرچینه نه ده پاتې شوی ، چې دسی این این اعتبار اوباؤر پکې کوم ارزښت ولری او دغه چینل دم ګړۍ هرڅه له لاسه ورکړی دی .
ټرمپ د ۲۰۱۷کال په جنورۍ کې سپینې ماڼۍ ته له رسیدا وخت راهسې تل د خپلو مخالفانو اونیوکه کونکو په ضد سخته لهجه او ګواښونکی خبرې کړی . چې زیاتره د دغه هیواد خبری رسنیو په تیره بیا سی این این ټیلیویژنی چینل او نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته متوجه دی، چې په کرتو ئې پر هغه نیوکه کونکی رسنۍ جعلی او دروغجنې اوپیّلی بللی دی .

شریک یي کړئ!
ټکي