برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۹ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ټرمپ د امریکا دتاریخ ترټولو بد معامله کونکی ولسمشر

واشنګټن پوسټ(The Washington Post) ورځپاڼې د ایران د اټومی موافقې او د شمالی کوریا دخبرو په اړه د امریکا دولسمشر ټرمپ ورانونکی رول ته په اشارې سره ټرمپ د امریکا دتاریخ ترټولو بد معامله کونکی ولسمشر وباله .


دغه ورځپاڼې زیاته کړه دامریکا ولسمشر ټرمپ د روان میلادی کال دمی میاشتې په پیل کښې د شمالی کوریا دخبرو او د ایران د اټومی موافقې په شمول له دوو(۲) ډیپلوماټیکو چیلنجونو سره مخ وو چې کولای شو د هیواد لپاره د دوو(۲)بریالیتوبونو سبب شی خو هغه اوس د اټومی موافقې د پاتې شونو د راټولو په حال کښې دی او د شمالی کوریا دخبرو  بهیر یې هم ځنډولی دی .

واشنګټن پوسټ(The Washington Post) ورځپاڼې ولیکل ولسمشر ټرامپ له خپلو متحدانو سره د امریکا اړیکې ډیرې خړې پړې کړی او په مینځنی ختیځ او اسیا کښې یې پوځی شخړې زیاتې کړی دی او په خپله هم دسولې د نوبل جایزې له احتمالی ګټونکی څخه د ګډوډۍ په قوماندان بدل شوی دی
دغه ورځپاڼې زیاته کړه د اروپا حکومتونو په اټومی موافقې کښې دامریکا د ولسمشر د پاتې کیدا لپاره زیاته هڅه وکړه خو ټرمپ ورانکار کړچار غوره کړ او اروپایی چارواکی دې نتیجې ته ورسیدل چې ټرمپ یوازې د پخوانی حکومت د بهرنی سیاست د میراث د بې اعتباره کولو کوشش کوی .
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې دامریکا دملی امنیت سلاکار جان بولټن او خارجه وزیر مایک پمپئو هم د هیواد دخارجی سیاست په ګډوډ حالت کښې ونډه لرونکی وبلل او خبرداری یې ورکړ دغه حالت د ولسمشر ټرمپ د ولسمشرۍ دپاتې دوه نیم کلونو له ختمیدا مخکې دیوې (۱)غمیزې سبب کیدلای شی

شریک یي کړئ!