برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنج شنبه, ۱ حمل , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د نیوزی لینډ حکومت دوسلو قانون اصلاح کوی

آریانانیوز: د نیوزی لینډ کابینې په کریسټ چرچ ښار کښې په جوماتونو له ترهګرو حملو وروسته په هیواد کښې دوسلو د ګرځولو د قانون له اصلاح کولو سره موافقت وکړ .


د نیوزی لینډ لومړۍ وزیرې میرمن جاسیندا ارډن(jacinda arden) نن له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل په هیواد کښې د وسلو د ګرځولو د قانون اصلاح کولو سبب کیږی چې په راتلونکی کښې ددغه هیواد ټولنه لا امنه شی .
هغې زیاته کړه په راتلونکو ورځو کښې په نیوزی لینډ کښې د وسلو د ګرځولو د قانون د اصلاح په هکله ډیر جزیات اعلانیږی .
په نیوزی لینډ کښې له خلکو سره کابو پینځلس لکه وسلې شته او په دغه هیواد کښې هغه کسان چې عمرونه یې شپاړس(۱۶) کاله وی وسلې اخیستلی شی .
په تیرې جمعې ورځ د نیوزی لینډ په کریسټ چرچ ښار کښې په النور او لینووډ جوماتونو ترهګرو حملو کښې دوه پنځوس(۵۲) کسان وژل شوی او اوه څلویښت (۴۷)نور ژوبل شوی وو .

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي