برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۶ اردیبهشت , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د غزې خلکو د صهيونېسټ رژيم په وړاندې خپله بريا ولمانځله

آریانانیوز: د غزې خلکو د فلسطین د مقاومت د ځواکونو او د صهیونیسټ رژیم ترمینځ د اوربند له اعلانیدو څو ساعته وروسته د دغې سیمې په واټونو کښې دغه بریا ولمانځله.


د غزې خلکو د مقاومت د ځواکونو او د صهیونیسټ رژیم ترمینځ د اوربند له اعلانولو وروسته د جبالیا په کمپ کښې د شعارونو په ورکولو سره دغه بریا ولمانځله .

د فلسطین د سما خبري اژانس د خبر له مخې د لبنان په شمال کښې د نهر البارد د کډوالو په کمپ کښې میشت فلسطینیان هم د اوربند له اعلان وروسته سړکونو ته راووتل او په غزه کښې یې د مقاومت د بریا ورځ ولمانځله.

خبري سرچینو د مصر په منځګړتوب د فلسطین د مقاومت د ځواکونو او د صهیونیسټ رژیم ترمینځ د اوربند د موافقې د اجرا اعلان وکړ .

شریک یي کړئ!