برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۶ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د امریکې په څارنې او د اسرائیلو په ملګرتیا

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د یمن د انصار الله غورځنګ عمومي منشي په دې خبرې سره چې هیواد یې له یو داسې جنګ سره مخامخ دی چې د امریکې په څارنې او د اسرائیلو په ملګرتیا سره ترسره کیږي، زیاته کړه: زمونږ دنده په پوره توان او قدرت سره، له دغه تیري سره مقابله ده.
د المیادین خبري چینل د خبر له مخې عبدالملک الحوثي هم داشان د جنګ له جبهو څخه د مالي او پوځي ملاتړ لپاره د یمن د خلکو د اقدام غوښتونکی شو او زیاته یې کړه: باید جبهو ته د ځواکونو د لیږلو بهیر فعال او پياوړی وي.
الحوثي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کښې یمن ته د کرونا وایرس رسیدو ته اشاره وکړه او د دغې ناروغۍ د خپریدو د مخینوي لپاره د مناسبو اقداماتو د اجرا کیدو غوښتونکی شو.

شریک یي کړئ!