آریانانیوز: له ملا برادر سره مرکې د طالبانو تر منځ د اختلافاتو په اړه اټکلونه د پخوا په پرتله ډیر کړي.
ملا عبدالغني برادر، د طالبانو د حکومت مرستیال د څو ورځو غیرحاضري وروسته په یوه ویډیو پیغام کې راڅرګند شو او د طالبانو داخلي اختلافات یې رد کړل.
تر دې وړاندې ، راپورونو خبر ورکړی و چې ملا برادر د طالبانو د مشرتابه پر سر د شخړو له امله له طالبانو سره په نښته کې ټپي شوی دی، او د هغه د مړینې خبرحتی په ټولنیزو رسنیو هم خپور شو.