برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳ اردیبهشت , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

ملا برادر: غرب د افغانستان د وروسته پاتې والي لامل دی

آریانانیوز: د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال وايي، لویدیځ په اقتصادي او سیاسي برخو کې د افغانستان د وروسته پاتې والي اصلي لامل دی.


د طالبانو د ریاست الوزرا د دفتر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي: لوېديځ په ټولو هېوادونو کې نفوذ درلود او افغانستان یې له شرمه سره پریښود، ځکه نه غواړي چې افغانستان د پرمختګ او سوکالۍ پر لور ولاړ شي. دوی هڅه کوي چې د افغانستان د اقتصادي ودې او سیاسي چارو مخه ډب کړي.

دغه طالب چارواکي له پانګوالو وغوښتل چې هېواد ته راستانه شي او په افغانستان کې پانګونه وکړي.

عبدالغني برادر زیاته کړه، له ټولو سوداګرو او پانګوالو څخه چې په افغانستان کې دننه او بهر دي، غوښتنه کوو چې راشي او خپلې سرمایې په خپل هېواد کې ولګوي.

د طالبانو د لومړي وزیر د دفتر اقتصادي مرستیال هم سوداګرو او پانګوالو ته ډاډ ورکوي چې د دوی له ننګونو سره به مقابله وکړي او په هر ډول حالاتو کې به د دوی د ژوند او مال امنیت تامین کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي