برخه -څانګه : picture -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۴ حوت , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

په غزه کې د ویرانۍ منځ کې افطار؛ هغه انځور چې نړۍ یې ولړزوله

د غزې د یوې کورنۍ زړه بوږنونکی انځور، چې د خپل وران شوي کور په منځ کې افطار کوي، د کړاو، استقامت او نړیوالې بې‌عدالتۍ نښه ګرځېدلې ده. دا عکس یو ځل بیا د دې سیمې د خلکو ناوړه وضعیت ته د نړۍ پام واړاوه.

په داسې حال کې چې پرله‌پسې بریدونو غزه کنډواله کړې، د یوې فلسطینۍ کورنۍ دا دردونکی انځور، چې د خپل وران شوي کور په منځ کې افطار کوي، د مقاومت او مظلومیت سمبول ګرځېدلی دی.

دا انځور، چې په چټکۍ سره په نړیوالو رسنیو کې خپور شو، یو ځل بیا د غزې د بشري بحران پر لور پام راګرځولی دی.

د بشري حقونو سازمانونو څو ځله خبرداری ورکړی چې په غزه کې د ژوند شرایط سخت دي، کلک محاصره، د خوراکي توکو، درملو او اساسي اړتیاوو کمښت خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي دي. خو نړیوالې ټولنې تر اوسه د دې بحران د پای ته رسولو لپاره جدي اقدام نه‌دی کړی. دا عکس یوازې د زرګونو داسې صحنو څخه یوه ده، چې د غزې د خلکو د درد او امید کیسه بیانوي؛ هلته چې ژوند، حتا د کنډوالو په منځ کې هم، دوام لري.

شریک یي کړئ!