برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۳ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د مجددي او په اصطلاح جهادي رهبرانو وروستۍ رسوايي

آریانانیوز: څوک چي دربارونو ته تله راتله لري او اړیکی ورسره پالي هغو ته شراب، کباب، د نجونو نڅاوي او سندري، د ښځو مچول، غېږکي نيول او نوري فحاشۍ او عياشۍ ورته عادي وي. دا خبري له ډېر پخوا څخه ان د افغاني واکمنو په دربارونو او حرمسرايونو کي وې. پر دې سربېره اوسمهال په نړۍ کي په سفارتونو او نورو بهرنيو موسسو او ادارو او بهرنیو او کورنیو هوټلونو او مېلمستياوو کي د شرابو خوړل ، د نجونو نڅاوو او سندرو ته کښېنستل يو معمول ګرځېدلی دی.
کوم څوک چي دا چاري نه خوښوي، هغوی له سره دغسي ځايونو ته هيڅ نه ورځي او چي دغسي ځايونو ته ورځي نو په دې هم ښه پوهيږي چي په دغسي ځايونو او غونډو کي دا خبري سته، دوی ته دغسي چاري عادي وي او خوند پر اخلي. خو هوښياران او پاخه درباريان دغه مېلې د عمر خيام د دې رندانه لارښووني او توصيې له مخي داسي کوي:
گر باده خوری تو با خردمندان خور
یا با صنمی لاله رخی خندان خور
بسیار مخور و رد مکن فاش مساز
اندک خور و گه گاه خور و پنهان خور
خو زه نه پوهېږم چي په کابل کي د چين د سفارت دننه د دغه هيواد د ملي ورځي د لمانځلو د مراسمو د نيمه بربنډي نڅا د برخي دغه جريان څنګه د عمر خيام د سپارښتني خلاف «پنهان» نه سو، بلکي رسنيو او ان بېخي تر بهرنيو رسنيو ورسېد؟!
په هر صورت دا زموږ خلک هم عجب خلک دي، دوی تر اوسه نه پوهېدل چي دغه خلک دا کلونه کلونه د پاکستان، امريکې او نورو بهرنيو هيوادونو په ډول ډول غونډو، سفارتونو، هوټلونو، ، پټو او ښکاره ليدنو کتنو او مېلمستياوو کي په وارو وارو دغسي محفلونو ته کښېنستلي دي؟
او دوی تر اوسه لا هم په دې باور دي چي دغه خلک د خدای له کوره راغلي دي؟ او رښتيايې د خدای په لار کي جهاد کړی دی؟
وروڼو د پخواني او اوسني جهاد په رهبرانو او عادي کسانو کي چي څوک رښتياني مجاهدين وه يا شهيدان سول، يا د موجهولاملونو له مخي په کورونو يا ګوښو کي اوسي او يا اوس هم د امريکايي ښکېلاک پر ضد په سنګرونو او جبهو کي د اسلام د حاکميت، د هيواد د خپلواکي او له مظالمو څخه د خلکو د ژغورلو لپاره قربانۍ ورکوي.
دغه مجددي او نورو په اصطلاح د جهاد رهبرانو نه پخوانی جهاد د خدای لپاره او د هيواد او خلکو د ګټو او عزت د خو ندي کولو لپاره کړی وو او نه هم لکه چي ويونو په اوسني جهاد کي برخه اخلي، بلکي د باطل په پلوي او د دغه اوسني جهاد پر ضد کلک ولاړ دي.

د پخواني جهاد رهبرۍ ته د دغو رهبرانو د رسېدو حقيقت په دې ډول دی:
د ثور تر کودتا دمخه له دغو خلکو څخه يو شمېر له پخوا څخه د امريکې د سي آی اې غړي ول. يو شمېر د چپي عناصرو سره په خوله او شعارونو او څه ناڅه هم په ليکنو اختلاف او خصومت لاره او د يو شمېر هم د کمونيستانو په قدرت کېدو سره ګټي په خطر کي سوې.
کمونيستانو د دوی پر ضد ډول ډول اقدامات او تبليغات پيل کړل، دوی يې بندي کول، چوکۍ يې ځني اخيستې او ځمکي يې ځني مصادره کولې. له دې امله دوی سخت وارخطا ول . په دغسي شرايطو کي امريکايي ښکېلاکګرو او د امريکې د ټلوالي غربي او عربي او نورو ځواکونو د دفاع او ملاتړ لاسونه وروغځول ، په پاکستان کي يې مراکز ورته سرښته کړل، د جهاد د رهبرانو نومونه يې پر کښېښوول او د پيسو، وسلو، مهماتو او نورو راز راز مرستو باران اورول يې پر پيل کړل.
د افغانستان پر دين او هيواد مينو خلکو په واقعيت سره جهاد کاوه، وږي به وه، تږي به وه، لوڅ لپړ او خوار او اسکېرلي به وه. د سره پوځ تر وحشيانه بمبارد او پرمختللو وسلو تر اور لاندي په سنګرونو کي ټپيان کېدل، نیول کېدل او شهيدان کېدل يا په خپلو کورونو او کليو کي د دغسي کړاوونو سره مخ وه، کورونه، جايدادونه، هست ونيست، خپلوان او عزيزان او نور ډېر څه يې له لاسه ورکړل. پاکستان او نورو پردو ملکونو ته درپه در سول او ځوانان يې له پوهي، تحصيل او کسب وکار څخه پاته سول. هغو په دغسي خواريو او زحمتونو کي د هيواد خپلواکي ګټل، خو دغو رهبرانو په پاکستان او نورو هيوادونو کي چړچې وهلې. نازولو يې په لوېديځ کي تحصيلونه وکړه او دوی هر یو ميليارډران سول. کله چي په هيواد کي د سنګرونو د مجاهدينو او عام ولس د بې خرتو قربانيو په پايله کي هيواد خپلواک سو، دغو مفت خورو په اصطلاح رهبرانو د دولتي قدرت د خپلولو پر سر په کابل او نور هيواد کي هغسي غوبل جوړ کړ چي هيواد يې کنډوکپر کړ، هيوادوال يې تر پخوا لا در په دره او خاوري پر سر کړل. جهاد يې بدنام کړ او اسلام او مسلمانانو ته يې سخت او نه جبيره کېدونکي زيانونه ورسول.
په دغسي کرغېړنو حالاتو کي د طالبانو اسلامي تحريک د ملا محمد عمر مجاهد رحمة الله علیه په مشرتابه رامنځ ته سو. دغه د شر او فساد توکي يې د دوی د ټوپکوالو سره له ورانيو او يو پر بل غورځي څخه راوګرځول او هيواد والو ته يې د دوی له شره نجات ورکړ. پر خلکو د اختر ورځ سوه، هره خوا امنيت او ورورولي سوه، د ظلمونو او زورونو توري لوخړي د اسلامي قرآني نظام په رڼا سره له منځه ولاړې، خو افسوس چي د دغو رهبرانو بادار دا ځل پخپله زموږ پر ګران هيواد تېری وکړ، د دې هيواد په اشغالولو سره يې د هيواد او خلکو ژغورونکي طالبان له واکه راوپرځول او همدغه د دوی ګوډاګيان او نور موډرن او په امريکا او لوېديزو هيوادونو کي روزل سوي سيکولران يې د افغانستان د خلکو پر اوږو سپاره کړل.، چي دادی موږ وينو چي زموږ ګران هيواد يې له هره پلوه د نړۍ د تمدن له کاروانه د کلونو کلونو لپاره پر شاوغورځاوه او خلک ، په تېره ځوانان مو د هيواد په دننه او بهر کي د ډول ډول بدمرغيو او لالهانديو سره سخت لاس او ګرېوان دي.
بس خبره يې پر دې تمامه چي دغو رهبرانو نه پخوا کومه تقوا او د اسلامي شئوناتو سره مينه درلوده او نه يې اوس بايد څوک تمه ځني ولري. د دوی شوم ژوندليکونه، تېري او اوسنۍ کړني او تاريخ ټول پر دې خبره شاهدي وايي.
له دې مسخ سوو وګړو څخه د هر فسق او فساد تمه ولرئ، خو د اسلام، هيواد او د خلکو د خدمت او پر اسلامي ارزښتونو باندي د درېدو تمه ځني لرل ساده ګي ده والسلام .

شریک یي کړئ!