برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ماشومانو روزنه کې د مور او پلار شپږ سترې تیروتنې!

آریانانیوز: د ماشومانو روزنه کې د مور او پلار شپلار کېدل د انسان په ژوند کې بشپړ بدلون راولي، ځکه چې ټول تمرکز پر ماشومانو شي، او ورته د غوره ژوند برابرولو لپاره هر ډوله ستونزې او سختۍ ګالي.



اګر که هر مور او پلار د ماشوم په غوره ژوند کې یو شمېر خواریانې کوي، خو د روزنې پر وخت ځینې داسې تیروتنې ترسره کوي، چې په اصل کې د ماشوم شخصیت او راتلونکی ژوند له ستونزو سره مخ کوي او په راتلونکي کې دده د پرمختګ مخه نیسي، خو مور او پلار ته ددې اندازه نه کیږي.
دلته د مور او پلار هغه تیروتنې په ګوته کوو چې د ماشومانو په روزنه کې یې کوي:
د نویو تجربو مخنیوی کول
د مور او پلار دغه سوچ چې ماشوم ته یې څوک زیان ونه رسوي، ماشوم له نویو تجربو ازمویلو څخه لرې ساتي، که چیرې د مور او پلار سره همیشه دغه سوچ وي چې بچی یې خوږ نشي یا پرېنوځي، فلانۍ او بستانۍ لوبه دې نه کوي، په دې سره ماشوم له اندازې زیات نازک او ډارن اموخته کیږي.
د وخت په تېریدا دغه ویره په ده کې د ډول ډول نفسیاتي پیچلتیاو په بڼه څرګندیږي، چې انسان د ژوند په حالاتو او د ډیر سترو فرصتونو ترلاسه کولو څخه وروسته پاتې کوي.
هغه تیروتنې چې مور او پلار یې د ماشوم روزنې پرمهال کوي په لاندې ډول دي:
ډیر ژر مرسته کول
کله چې ماشوم له یوې کوچنۍ ستونزې سره مخ شي، نو مور او پلار یې د ترحم او عاطفې په پار په چټکۍ مرسته ورسره کوي، په دې سره ماشوم پخپله د هغو ستونزو په مخنیوي کې ناکام پاتې کیږي کومې چې دده وړتیاوې پرمخ وړي.
که څه هم مور او پلار خپل ماشوم په ستونزو کې نشې لیدلای، خو په دې سره دغه روزنه چې څنګه یو سړی خپله له ستونزو ځان وژغوري، ماشوم نشي ترلاسه کولای، دا د انسان لپاره هغه وخت بې اندازې زیان رسوي کله چې د مور او پلار څخه لرې وي.
ناکام او بریالی په یوه تله تلل
د مور او پلار د ترحم او عاطفې یو بل مثال دادی چې که چیرې یې د دوه بچیو څخه یو ناکام او بل بریالی شي، ددې لپاره چې د ناکام زړه مات نشي د دواړو لپاره یو ډوله ډالۍ ورکوي، دا کار پر ماشومانو منفي اغیز کوي.
لومړی خو د ناکام ماشوم سره د ناکامۍ احساس ورکیږي، ځکه هغه پوهیږي چې په هر حالت کې دده لپاره یو ډول اسانتیاوې او ډالۍ ترلاسه کیږي، بله خوا بریالی ماشوم خپلې بریا ته اهمیت نه ورکوي، دی هم د پلار پر دغه کړنه د بریالۍ او ناکامۍ ترمنځ توپیر نه کوي، چې په پای کې ناکام ماشوم ناکام او بریالی هم د ناکامۍ خواته مایل شي.
ماشوم څخه د خپلو تېرو تیروتنو پټول
که مور او پلار غواړي خپل ماشومان له سختۍ وساتي، نو دوی دې د نویو تجربو څخه د مخنیوي پرځای ماشومانو سره د خپل تېر ژوند تجربې شریکې کړي، که چیرې په کومو تجربو کې ناکام شوي یاست د هغې د نه کولو سپارښتنه ورته وکړئ، تر څو دوی هم هماغه تیروتنې تکرار نه کړي.
ذهین ماشوم هوښیار ګڼل
روزنه کې د ذهین ماشوم هوښيار ګڼل هم د مور او پلار له تیروتنو څخه دی، ځینې ماشومان خدایي ذهین وي، مور او پلار یې دغه ذهانت هوښیارتیا ګڼي، دوی وایي چې بچی یې ذهین دی پخپله به له غلطو کارو لاس واخلي او د ستونزو حل به راوباسي.
خو دغه سوچ غلط دی، ماشوم که هر څومره ذهین وي خو دوی کې د ښو او بدو ترمنځ توپير کول له ښودلو وروسته راځي، که همداسې پریښودل شي شونې ده چې وروسته خپل عقل د ګټو ترلاسه کولو لپاره د بدو لارو وسیله وګرځوي.
په خبره او کار کې تضاد
د ماشومانو په خرابه روزنه کې یو عادت دادی چې د مور او پلار په خبره او کار کې تضاد وي، وایي یو څه خو کوي بل څه، که پلار بچی له سګریټو څکلو منع کوي او پخپله یې څکي، ښکاره ده چې پر ماشوم ددغو خبرو اغیز نه پریوځي.
په یاد ولرئ که غواړئ چې ماشوم مو په ټولنه او فردي توګه بریالی او یو پیاوړی شخصیت وي، نو ددې لپاره پکار ده چې خپل ناوړه عادتونه پریږدئ، او د خپلو بچو لپاره یو ژوندی مثال وګرځئ!.پږ سترې تیروتنې!

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي