برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۱ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د غرب د بشرپالانو اصلي څیره

آریانانیوز: تر هغو چې غربي اشغالګر زموږ هیواد ته نه وو راغلي، نو هغه خبرې او تبلیغات چې دلته یې ښه بازار درلود، د لویدیځوالو د بشرپالنې، عاطفي او انساني حقوقو ته د هغوی د درناوي موضوعات وو. رسنیو درګرده په همدې ژبه ټکوله چې د امریکا یا اروپا د بشري حقوقو د څار سازمان د ځنګلي حیواناتو او مارغانو د ښکار په اړه خواشیني څرګنده کړې. په غربي نړۍ کې خو انسانان څه بلکې د حیواناتو د ژوند او حق ساتنې لپاره ځانګړي سازمانونه جوړیږي او داسې نور تبلیغات چې زموږ د هیواد غرب زده ګانو به هم په ډیر خوند ورباندې شخوند واهه.
هغه مهال چې زموږ هیوادوالو د غربیانو بشردوستي یې نه وه لیدلې دا وړ تبلیغات به یې زړه ته لویدل، خو کله چې امریکایي او د ناټو لښکرو په افغانستان برید وکړ، زموږ ملت ته روښانه شوه چې د غرب د بشرپالانو اصلي څیره کومه ده او تر کومه حده انساني کرامت او بشري ژوند ته درناوی لري؟؟
که څه هم په تیرو اوولسو کلونو کې زموږ په هیوادوالو د امریکایانو بشرپال بمبارونه(!) او له عاطفې او مهربانۍ ډک قتل عامونه(!) جریان لري. خو که څوک غواړي د غربیانو بشردوسته څیره ځان ته ښه معلومه کړي، نو نن سبا یې ورځې دي او باید دافغانستان د رسنیو سرټکي تعقیب کړي.
په دې ورځو کې چې هر سهار خلک له خوبه راپاڅي نو لومړنی خبر چې اوري، دا وي چې په پلاني ځای کې امریکایانو په کلي چاپه وهلې، کورونه او مسجدونه یې الوځولي، ماشومان یې په زانګوګانو کې ویشتلي، ښځې او نارینه یې د خوب په بسترو کې شهیدان کړي او سلامت کلی یې په هدیره بدل کړی.
نن سبا په افغانستان کې د غربي لښکرو بشرپالنه او عاطفه ټوله په بمبار او ډرون حملو کې خلاصه کیږي.
سلامت کلي د بارودو په لمبو کې لولپه کیږي. امریکایي ډرون کاروونکي ولسي وګړي په دومره بې پروایۍ په نښه کوي او په شهادت رسوي چې په نوره دنیا کې شاید د ویډیو ګیم کاروونکي کې هم داسې بې پروا لوبې ونکړي.
په ننګرهار، لوګر، پکتیا، میدان وردګ، کونړ، هلمند، غزني او د هیواد به بیلابیلو سیمو کې هره ورځ د بمبارونو او ولسي مرګ ژوبلو شاهدان یو.
د هلمند په ګرمسیر کې خو امریکایانو څو کورونه په هدیرو بدل کړل، تنکي ماشومان یې په بمونوټوټې ټوټې کړل، خو غربیان او د اشرف غني په شان غرب زاده ګان حتی چورت هم نه خرابوي او نه یې د مظلومو او مقتولو بې چاره افغانانو چیغې او فریادونه انساني عاطفه لړزوي.
سړی چې د غربي وحشیانو دغه بې رحمه عاموژنې ویني، د بمبار ځپلو خلکو بوږنوونکي انځورونه ویني، د ماشومانو، تورسرو او معصومو انسانانو مرګ ژوبلې ویني او په وړاندې یې د غربیانو او غر ب زاده ګانو بې حسي مشاهده کوي. نو شک ورلویږي چې دغه زموږ په کور راختلي حرفوي قاتلان به اصلا انسانان نه وي، بلکې خوړونکي او څیرونکي وحشیان به وي چې له خوړلو او قتلولو پرته په بل هیڅ هم نه پوهیږي.
دا چې دغه حرفوي قاتلان دلته د لیوانو او وحشي درندګانو په شان انسانان داړي خو په غربي نړۍ کې بیا د وحشي ژوو د حفاظت او ساتنې لپاره سازمانونه جوړوي داسې معلومیږي چې دوی د بشریت له دائرې وتلي او د انسانانو په نسبت د وحشي حیواناتو سره نږدې خپلوي لري.
موږ نه پوهیږو چې په دې ورځو کې هغه د حقوق بشر سازمان والا په کوم مرګوني خوب ویده دي چې د مظلومو افغانانو چیغې تر اسمانه ورسیدې خو دوی لا پرې خبر نه دي. موږ نه پوهیږو هغه بشرپالان چیرې دي چې په اروپا کې د چاقو په ګوزار ماتم اعلانوي خو دلته د سپینو فاسفورو له بمبار او د اورونو په ورښت کې د کلیو او کورونو تباه کیدل هم ورته غمیزه نه بریښي.
دغه چلند ښيي چې دغو ادعائي بشرپالانو، انسانیت او بشرپالنې ته الوداع ویلې. دوی یوازې د ادعاء او عنوان تر حده انسانان دي. د بشر حقوقو، انساني کرامت او عاطفې د دوی په قاموس کې ناچله پدیدې دي چې اوس ورته هیڅ اهمیت نلري اونه ورته التفات کوي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي