آریانانیوز: د افغانستان ولسمشر« اشرف غنی » چی په یو خبری کنفرانس کې یی خبری کولې، د دغه هیواد د سیاسی ډلو او جریانونو مشرانو ته په خطاب کی وویل:
تاسو څوک یاستئ چې د انتخاباتو لپاره د نوی میکانیزم او له سره نوملیکنې ادعا او وړاندیز کوئ! ولسمشر غنی د ګوندونو مشرانو ته دا هم وویل؛ چې تاسو چا انتخاب کړی یاست، د چا استازیتوب کوئ؟
ولسمشر وویل؛ چې زه ولس، ولسمشر انتخاب کړى یم، او همدغه مشرانو ته یې په طنز وویل؛ چې نه مې زر درلود او نه زور، ماغزه مې درلودل چې دې ځاى ته انتخاب شوى یم.
د ولسمشر پر توندو خبرو او پېغورونو ممکنه ده، د سیاسی جریانونو هغه مشران چی د انتخاباتو په پروسه، او نوم لیکنه کی د یو لړ بدلونونو غوښتونکی شوی ؤو، رنځیدلی او خپه شوی وی.
خو که واقعیتونو ته ځیر شو باید د افغان ولس پر مظلومیت او بې
وسۍ وژاړو. ځکه چې که په ریښتیا هم ولس داسې سیاسی ګوندونه درلوداى چې د ولس آرمانونو ورته لومړیتوب درلودل. که ریښتیا هم موږ داسې ډلې او ګوندونه درلوداى چې اصول یې درلوداى او په ولس کې یې خبره اورېدل کېداى، داسې ولسمشر به هېڅکله د ناتوانۍ پېغورونه نه واى
ورکړی؛ چې عملاً یې تر نیمایی هېواد پر زیاته برخه؛ وسله وال مخالفین مسلط دی، او له تېرو ۱۵ ورځو راهیسې یې په ۹ ؤ ولایتونو کې اصلاً حاکمیت بشپړ له منځه تللئ دئ.
که په دې سیاسی ډلو او مشرانو کې په ریښتیا د ولس د اوسنۍ اصلی غمیزې درک واى، انتخابات خو وړوکې فرعی مسأله ده. دوى باید لومړى د هېواد د برخلیک په باب پر یوه محور راټول شوی او متحد شوی واى.
ولسمشر غنی ته د دې ډلو وزن معلوم دى؛ چی هیڅ ؤلسی اډانه نه لری، ځینې لاپې یې هم د همدې لپاره وې چې د سپیناوی لپاره یې څوک نشته. البته؛ ؤلس مشر« اشرف غنی » هم وګړنۍ اډانه نه لری، بلکه امریکا د هغه ملاتړې ده.
که اشرف غنی په ریښتیا د ؤلس له خوا پخپلی انتخابیدو باور در
لودای، د امریکی د پخوانی خارجه وزیر« جان کری » نسخی ته یی څه اړتیا وه، چی د هغې په اساس، یو دوه سرئ حکومت، د اساسی قانون څخه بهر، د اجرائیه ریاست مقام په رامنځته کیدو سره جوړ شی؟ اوس څوک شته چی دا خبره اشرف غنی ته ور وپوهوی، چی ستاسی حکومت هم قانونی نه دئ، او تاسی هم د افغانستان د خلګو نماینده نه یاستئ.
په هر صورت د افغانستان د ولس بدمرغی او مظلومیت په دې کې دى، چې یو تپل شوى حکومت او یو بې کفایته زعامت یې د نږدی څلورو کلونو راهیسی پر اوږو بوج دى. سیاسی ډلې او ائتلافونه یې د خاصو مسایلو او مصلحتونو له کبله، داسی بدیل نشی کېداى چې ولس پرې راټول او حکومت چلینج کړاى شی.
ځکه چې حکومت او چارواکی څومره په ابتذال کې لوېدلی، سیاسی بهیر تر هغو که زیات له ابتذال سره مخ نه وی، کم په هېڅصورت نه دى. که افغانستان د ملی ګټو پلوی شفاف او صادق سیاسی اپوزیسیون او مخالفین درلودای، دولت جرأت نه کاوه چی هر څه یی زړه وغواړی ترسره کړی.