برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۷ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

حکومت له ټاکنوڅخه د ماشومانو لوبه جوړه کړې ده

د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا؛ وايي حکومت له ټاکنو د ماشومانو لوبه جوړه کړې ده.


د دې بنسټ اجراییه مشر یوسف رشید د حکومت له لوري د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون له صلاحیته وتونکی یاد کړی دی.
یوسف رشید له ازادي راډيو سره په خبرو کې ويلي حکومت هڅه کوي ټاکنې سمې پر مخ لاړې نشي.
هغه وویل دې وضعیت اندېښمن کړي او باوري دي چې یا به عدالت پلی نه شي یا به ورسره ګڼې ستونزې تړلې وي.
هغه وویل: «موږ د انتخاباتو په تړاو د ماشومانو د یوې لوبې شاهدان یو.»
دا په داسې حال کې دی چې دوه ورځې وړاندې هم د ټاکنو کمیسیون وویل، په ګڼو ولایتونو کې د کمېشنرانو نشتون لا هم د دوی کارونه له خنډ سره مخ کړي دي.
پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو لپاره د نوماندانو ابتدايي لیست وړمه اوونۍ خپور شو، چې د شکایاتو لپاره یوه میاشت وخت ټاکل شوی دی، خو د ټاکنو کمیسیون ولایاتو کې ټول ټال ۲۷ تنه کمېشنران لري، په داسې حال کې چې د هر ولایتي ټاکنیز دفتر لپاره حد اقل درې کمېشنرانو ته اړتیا ده.
د ټاکنو کمیسون دوه ورځې وړاندې وویل چې ارګ ته يې د ۱۰۲ تنو نومونه د کمیشنرۍ لپاره وړاندې کړي و، خو ارګ يوازې ۲۷ تنه تر ګمارلي دي او د نورو په اړه يې ورته د نه ګمارنې دلیل هم نه دی ویلی.
په ارګ کې د یوه ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وايي دوی د ټاکنو کمیسیون یوازې په امنیتي او مالي برخه کې ملاتړي دي، تخنیکي چارې يې په دوی پورې اړه نه لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي