برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۶ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ټاکنې؛ له ایستل شویو نوماندانو ۱۰۴ تنه بېرته لیست ته ته لار موندلې ده.

آریانانیوز: د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون وايي د دوی له لوري ۱۴۱ تنه نوماندان له لیسته لرې کړل شوي و، چې ۱۰۴ يې بېرته ټاکنیز لیست ته لار موندلې ده.



دې کمیسیون ټول ۱۴۱نوماندان له لیسته لرې کړي و، چې ۱۳۴ تنو بېرته يې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته عریضې وکړې، چې په پایله کې ۱۰۴ تنه په دې وتوانېدل چې بېرته بل لیست ته لار پیدا کړي او پاتې نور رد شول.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ویاند عبدالبصیر فایز وايي دوی ټول ۱۳۴ شکایتونه څېړلي و، چې پر اساس يې ۱۰۴ تنه بېرته لیست ته لوېدلي او ۳۰ تنه نور رد شوي دي.
د هغه په خبره د تکراري تذکرو، ځینو اسنادو او ستونزو له امله دا کسان له لیسته لرې کړل شوي و او له سپیناوي وروسته بېرته لیست ته ولوېدل.
دا په داسې حال کې دی چې دې کیمسیون د غصب، اختطاف او ځورونې له امله هم ځینې نوماندان په لومړي لیست کې د نوماندۍ له لیسته وغورځول چې ځينو يې بېرته اعتراضونه پیل کړل.
فوزیه کوفي چې د بدخشان د خلکو استازې ده، راتلونکو ټاکنو ته نومانده او د دې کیمسیون له لوري لرې کړل شوې ده، هغه دا یوازې سیاسي هڅه بولي او وايي چې دا کمیسیون دا وړتیا نه لري چې پر دې لګېدلي تورونه ثابت کړي.
یو بل لرې کړل شوی نوماند ملا تره خېل دی چې پرې د ځمکې د غصب تور دی، هغه هم ځان له دې تورونو پاک بولي او ملاتړو يې یوه ورځ په اعتراضي ډول د کابل بګرامي لاره هم وتړله.
د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ مشر یوسف رشید وايي د دې کسانو اړوند ثبت شوي شکایتونه باید علني څېړل شوي وای.
ټاکل شوې ده راتلونکې ټاکنې د تلې په ۲۸مه ترسره شي.
ته لوېدلي

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي