آریانانیوز: دنیکې هیلې دغه څرګندونې په داسې حال کې دی ، چې د امریکا حکومت تر دې دمه دریاض دچارواکو له محکومیّته ډډه کړې څو له ریاض سره خپلې ډیر زیات پوځی تړونونه وساتی.
خوپه ملګروملتو کې دامریکا استازې نیکی هیلې له اڼلانټیک خپرونې سره په خصوصی خبرو کې مدعی شوی د امریکا حکومت به دعربستان په واکمنانو دنیوکه کونکی خبریال جمال خاشقجی پّ وژلې سترګې پټې نه کړی .
هغې بلاخره هم منلې چې آل سعود رژیم د جمال خاشقجی د وژلې مسئول دی اوباید جدی ارزونې وشی .
دنیکې هیلې دغه څرګندونې په داسې حال کې دی ، چې د امریکا حکومت تر دې دمه دریاض دچارواکو له محکومیّته ډډه کړې څو له ریاض سره خپلې ډیر زیات پوځی تړونونه وساتی .
واشنګټن پوست ورځپاڼې هم په همداوروستیو کې په یوه راپور کې ویلی دی ، واشنګټن او ریاض هڅه کوی ، دجمال خاشقجی قتل داسې تفسیر کړی ، چې په هغه کې د محمد بن سلمان د رول انکار وشی .
له دې سره په یووخت القدس العربی ورځپاڼې په یو لړ ایشواکونو سره لیکلی دی ، دامریکا دعدلیې وزارت په یوه راپور کې وئیلی دی و سعودی رژیم په واشنګټن کې دلابۍ جوړولو اوپیاوړی کولو لپاره په واشنګټن کې کابو شپږویشت میلیون ډالر لګولی دی چې په هغو کې په ۲۰۱۸کال کې دعربستان دشرکتونو له خوا امریکائی سیاستوالانو ته دمینځ پړاوه ا نتخاباتو په مناسبت څه دپاسه یو میلیون او شپږ لکه ډالر نغد هم ورکړل شوی دی . په دغه راپور کې همداراز وئیل شوی دسعودی عرب له حکومتی چارواکو سره د دغو پیسو په ویش کې اسرائیلی لابیو هم بشپړ مرسته کړې ده