برخه -څانګه : afghanistan, economic, news, politics
د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۷ آبان , ۱۴۰۳ لنډ لینک :
ملګرو ملتونو په بشردوستانه چارو کې د طالبانو د لاسوهنې د زیاتوالي خبر ورکړی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) وايي، مرستندویه ادارو په سپټمبر میاشت کې د مرستو رسونې په چارو کې د لاسوهنې ۱۷۳ پېښې راپور کړې، چې ۹۸ سلنه یې د طالبانو له خوا وې.
دې ادارې یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي، چې دا پېښې د تېرې میاشتې په پرتله ۳۱ سلنه او د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶۶ سلنه زیاتې شوي دي.
اوچا وويل، چې د دغو مداخلو په پايله کې د ٨٣ پروژو کار په موقتي ډول ودرول شو، دوه مرستندويه مرکزونه په موقتي توګه وتړل شول او يوه پروژه له يوه ځاى څخه بل ځاى ته انتقال شوی دی.