برخه -څانګه : accidents, afghanistan, economic, news, politics, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۲ جدی , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

اوچا په هرات کې د بې کوره زلزله ځپلو د وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه

اوچا د هرات کې د زلزله ځپلو د وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه، چې د 25 زره زیانمنې کورنۍ لا هم مناسب سرپناه نه لري.


اوچا په هرات کې د زلزله ځپلو د بې کوره شويو وضعيت په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه او په ژمي کې يې له افغانستان سره د عاجلو مرستو غوښتنه وکړه. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د هرات له زلزلې یو کال وروسته او د ژمي په را رسېدو سره ۲۵ زره زیانمنې شوې کورنۍ لا هم مناسب سرپناه نه لري. دغه دفتر په یوه راپور کې پر دغه وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

شریک یي کړئ!

نوی خبرونه