برخه -څانګه : afghanistan, economic, news, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۷ آبان , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

په بشردوستانه چارو کې د طالبانو د لاسوهنې په اړه د اوچا مخ په زیاتیدونکي اندیښنه

ملګرو ملتونو په بشردوستانه چارو کې د طالبانو د لاسوهنې د زیاتوالي خبر ورکړی.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) وايي، مرستندویه ادارو په سپټمبر میاشت کې د مرستو رسونې په چارو کې د لاسوهنې ۱۷۳ پېښې راپور کړې، چې ۹۸ سلنه یې د طالبانو له خوا وې.

دې ادارې یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي، چې دا پېښې د تېرې میاشتې په پرتله ۳۱ سلنه او د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶۶ سلنه زیاتې شوي دي.

اوچا وويل، چې د دغو مداخلو په پايله کې د ٨٣ پروژو کار په موقتي ډول ودرول شو، دوه مرستندويه مرکزونه په موقتي توګه وتړل شول او يوه پروژه له يوه ځاى څخه بل ځاى ته انتقال شوی دی.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي