برخه -څانګه : fun, world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

پر سمندر جوړ شوی د نړۍ تر ټولو اوږد پول پرانیستل شو

آریانانیوز: د نړۍ پرمختللي هېواد چین د ټکنالوژۍ په برخه کې یو بل ستر ګام پورته کړ، چې تېره ورځ یې پر سمندر جوړ شوی د نړۍ تر ټولو اوږد پول پرانیسته وکړه.


دغه پول د هانګ کانګ هېواد او مکاو ښار له چین هېواد سره وصل کوي، چې له ۵۵ کیلو میتره زیات اوږدوالی لري، دغه مسافه به پخوا په څلور او اوس په نیم ساعت کې وهل کیږي، په دې پل کې ۶۰ فولادي سترې پایې او په زرهاو نورې پایې لګیدلې دي.

دغه پول په داسې پرمختللې لارو جوړ شوی، چې د زلزلې، سمندري طوفان او په ناڅاپي توګه د الوتکو ټکر پرمهال هم خپل برداشت له لاسه نه ورکوي، او د داسې پېښو مخه نېولی شي، همدا ډول دغه پول د هانګ کانګ نړیوال ډګر څخه هم تېر شوی، معنا دا چې انجینرانو د الوتکو لپاره د پول د اوچتوالي اندازه هم ټاکلې ده.

ددغې پول جوړونه په ۲۰۰۹م کال کې پېل شوې وه چې په ۲۰۱۶م کال کې يې پرانیسته اټکل شوې وه، خو د څه امنیتي او نورو ستونزو له کبله ځنډ شو، همدا ډول ددغې پول جوړونې لګښت هم له ټاکلي لګښت څخه زیات شو، چې بالاخره پر دغه پول له ۲۰ ملیارده زیات ډالرو لګښت راغی.
لکه څرنګه چې د سمندر له پاسه پول جوړول تر ټولو ستونزمن کار ګڼل کیږي، همداسې په دغه پول جوړولو کې د زیات لګښت ترڅنګ د هانګ کانګ چارواکو په وینا نهه مزدورانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ددې پول په واسطه د هانک کانګ درې ځانګړې بېلا بېلې برخې د چین ځمکې (مین لینډ) سره وصل شوي دي، په اصطلاح چې دغه پول په پوره توګه قانوني او په سیاسي برخو کې انحصار شوی دی.
تر دې دمه په دغه پول د مسافر بسونو او بار وړونکو لارۍ ته د تګ اجازه شته خو د ښار عامو تیکسي موټرو ته په دغه لاره د تګ اجازه نشته، همدا ډول شخصي موټر هم له پرمټ/جواز جوړولو پرته د تېریدو اجازه نه لري، سربېره پر دې له هانک کانګ هېواد څخه چین هېواد ته تګ د مهاجرت پاس جوړولو اړتیا لري چې ددې لپاره یې دوه مرکزونه هم جوړ کړي دي.

د چین هېواد چارواکي ددغې پول جوړولو اړتیا د وخت خوندي کول بولي، چې پخوا به په نورو لارو دغه مزل په ۴ ساعتونو کې وهل کېده، ددغې پول په واسطه به په نیم ساعت کې وهل کیږي.
پر دغه پول له تېریدو وړاندې طبي کلینیکونه هم جوړ شوي چې د موټر چلونکي فشار او د زړه خرابېدلو څارنه کوي، رسنۍ وایي پر دغه پول بېلا بېلې کامرې لګیدلي چې د موټر چلونکي حالت څاري، که چیرې د موټر چلونکي فشار یا زړه خراب شي او کامره یې په ۲۰ ثانیو کې درې وار کشف کړي نو دغه کامرې په اتومات ډول مرکز ته خبرداری ورکوي.

د یادونې ده چې له دې وړاندې هم چین هېواد په ۲۰۱۱م کال کې د ۴۲ کیلو میتره اوږد سمندري پول پرانیسته کړې وه چې د چین د ښار چنګډاو څخه تر ډاو جزیرې پورې غځېدلی و

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي