برخه -څانګه : fun, world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۰ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د نړۍ تر ټولو لټ هيواد

آریانانیوز: نړۍ د عجايبو او نا اشنا پيښو کور دی، هره سيمه او هر هيواد کې په بيلابيلو وختونو کې نا اشنا پيښې رامنځته کيږي، سروې او څيړنې کيږي او له اعلانيدو وروسته د خلکو د پام وړ ګرځيږي.


په يوې وروستۍ څيړنه او سروې کې چې د روغتيا د نړيوال سازمان له لوري شوې ده د نړۍ تر ټولو لټ او فعال هيوادونه اعلان شوي دي.
ددغې څيړنې او سروې راپور چې د امريکا په لينسټ نومې ساينسې مجله کې خپور شوی دی راغلي دي چې کويټ هيواد د نړۍ تر ټولو لټ او سست هيواد ګڼل شوی دی.
دغه څيړنه او سروې چې له ۲۰۰۱ کال څخه پيل شوې وه تر ۲۰۱۶ پورې يې دوام وکړ چې په کې په ۱۶۸ هيوادونو کې د ۳۵۸ سروې ګانو چې له ۱،۹ ميلونه خلکو سره په دفترونو، کارځايونو، کورونو، د سفر او ارام په حالت کې ليده کاته او مرکې شوي دي او دغه راپور چمتو شوی دی.
په راپور کې ويل شوی دي چې د کويټ هيواد ۶۷ سلنه خلک غير فعال او له مسؤليتونو پرته ژوند کوي چې په دې توګه دا دنړۍ لومړی لټ او سست هيواد اعلان شوی دی، ددې سربيره د عربي نړۍ نور هيوادونه په دوهم او دريم نمبر کې راغلي دي.
همداراز په راپور کې د فعال هيوادونو يادونه هم شوی دی چې په هغې کې يوګندا هيواد لومړی مقام خپل کړی دی چې يوازې د خپل نفوس ۵.۵ سلنه خلک يې غير فعال دي، ورپسې په دوهم نمبر کې د موزمبيق هيواد دی چې خلک يې فعال او کارکن دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي