برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۸ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

څوارلس ټنه نشه اي توکي وسوزول شول

آریانانیوز: دیورپورټ راکړی چې د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د دې ولایت د امنیه قوماندان جنرال عبدالرقیب مبارز سره د دغو توکیو دسوزولو پر مهال په یوه ګډه خبري ناسته کښې وویل: په دغو توکیو کښې تریاک، چرس، هیروین، شراب او نور ډول ډول کیمیاوي توکي شامل دي چې په تیرو شپږ میاشتو کښې د ننګرهار ولایت له بیلابیلو سیمو څخه په ۱۳۱۷ پیښو کې تر لاسه شوي چې په تور یې ۳۱۶ تنه له ۱۴۹ عراده نقلیه وسایطو سره یو ځاې نیول شوي دي. د ننګرهار والی وویل: د دغو مواد له نیول کیدو څخه دا څرګندیږی چې په دی ولایت کښې د نشه یي توکیو پر خلاف مبارزه ګړندۍ شوې ده.
د ننګرهار امنیه قوماندان جنرال رقیب مبارزوویل د دغو توکیو ټولیز مقدار ۱۳ زره ۶۸۵ کیلوګرامه دی چې جامد او مایع نشه یي توکي په کښې شامل دي.
پر همدی مهال د کورنیو چارو وزارت د نشه یی توکیو پر وړاندی د مبارزی معینیت د عملیاتو عمومي ریس جنرال عصمت ا… بلوچ وویل: په تیر یو کال کښې د هیواد په کچه ۶۳۰ ټنه بیلابیل ډوله نشه یي توکي نیول شوي چې په تور یې ۳۲۰۰ تنه عدلي او قضایي ادارو ته ورمعرفی شوي دي. هغه وویل په تیر یو کال کې همدارنګه امنیتی ځواکونو د نشه یي توکیو د تولید ۱۱۰ فابریکی هم ویجاړې کړې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي