برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۸ خرداد , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

ملګري ملتونه: د افغانستان یو پر دریمه برخه نفوس له لوږې مخامخ دي

فقر

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وایي که افغانستان کې سلو کسانو ژوند کولای اوه څلوېښت به یې د بقا لپاره بشري مرستو ته اړ وو.


د خوړو نړیوال پروګرام دغه څرګندونې په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي.

د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، د افغانستان نفوس څه باندې څلوېښت میلیونه تنه دی او د دغه هېواد یو پر درېیمه برخه خلک له لوږې سره مخامخ دی.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د اړو کسانو لپاره د ځینو امدادي اقلامو د احتمالي بندېدو خبرداری ورکړی و.

اوچا په یوه بیان کې ویلي چې د اپریل او جون تر منځ د سرپناه،حفظ الصحې موادو، خواړه، تغذيې، ساتنې او پوهنې ځینې حیاتي سرچینې د قطع کېدو له ګواښ سره مخ دي.

دغه سازمان افغانستان ته د ځینو بشري مرستو د بندیدو لامل د بودیجې کمښت بولي.

 

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي