برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics, social
د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۸ آذر , ۱۴۰۳ لنډ لینک :
د طالبانو ویاند ویلي د افغانستان او چین ترمنځ سوداګري ښه اقتصادي پرمختګ دی.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د اورګاډي کرښې له لارې د افغانستان او چين ترمنځ سوداګري د افغانستان د اقتصادي پرمختګ يو مهم ګام دى.
مجاهد وويل چې په دې کار سره به له چين څخه سوداګريز توکي په ارزانه او خوندي توګه افغانستان ته ورسيږي.
هغه زیاته کړه، له چین څخه د افغانستان صادرات به هم اسانه او ارزانه لاره ومومي. دا ګام د دواړو هېوادونو لپاره مهم او حیاتي دی.