د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق اعلان کړی چې اروپايي ټولنه به له افغانستان سره ۱۳ میلیونه یورو مرسته وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، اروپايي ټولنه به په افغانستان کې د خوارځواکۍ د درملنې او زده کړو په برخه کې ۱۳ میلیونه یورو ولګوي.
یونیسف په یوه بیان کې لیکلي چې په افغانستان کې به څه باندې ۷۸ زره ماشومان د اروپايي ټولنې د ملکي ساتنې او بشري مرستو د عملیاتو (ایکو) له خوا په بیړنیو حالاتو کې د تغذیې او زده کړو لپاره له اضافي مالي مرستو برخمن شي.
دغې ادارې زیاته کړه چې د دې مرستې سره به یونیسف ۶۲ زره د درملنې لپاره چمتو شوي درملنې خواړه (RUTF) کارتنونه تهیه کړي او ۱۶۰۰ روغتیایی کارکونکي به وروزي چې د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو کې د شدید خوارځواکۍ درملنه وکړي.