برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۰ اردیبهشت , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

طالبان: نړیوالو بندیزونو د خلکو د پیرودلو ځواک کمزوری کړی دی

د افغانستان د مرکزي بانک سرپرست رئیس د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له مرستیال سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.


د افغانستان د مرکزي بانک سرپرست هدایت الله بدري د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له مرستیال سره په کتنه کې وویل: نړیوالو بندیزونو د افغانستان د افغانستان خلکو ته ډیر زیان رسولی دی.

هغه زیاته کړه: د نړیوالو بندیزونو له امله د افغانانو د پیرودلو توان کم شوی دی.

هغه زیاته کړه، بانکي سکتور او نړیوالو مالي سیستمونو ته د افغانستان بانکونو لاسرسی هم له ننګونو سره مخ دی.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي