برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : سه‌شنبه, 26 می , 2020 لنډ لینک :

د کورنیو چارو وزارت خبرداری

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي د کابل ښار د امنیتي حوزو مسؤلینو ته خبرداری ورکړی، چې تر دې وروسته که یې د مسؤلیت سیمو کې د موټرسایکل لروونکو کسانو لخوا ترور ترسره شي، له دندې ګوښه کېږي
کورنیو چارو وزارت دا پرېکړه تر هغه وروسته کړې، چې تېرماښام د کابل ښار دوولسمې حوزې اړوند سیمه کې دوه پولیس د موټر سایکل لروونکو کسانو لخوا په ډزو وویشتل شول
کورنیو چارو وزارت وايي، یو پولیس وژل شوی او یو بل یې ټپي دی
د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویلی، چې د شوې پېښې په تړاو د دوولسمې حوزې د سیمې د کنترول مسؤل او د ټولي قومندان له دندې ګوښه شوي دي
کورنیو چارو وزارت له دې مخکې کابل ښار کې تر نامعلومې نېټې د موټرسایکل په ګرځېدا بندیز لګولی و، ځکه په وینا یې ډېری هدفي وژنې له موټرسایکل څخه په ګټې اخیستو ترسره کېږي.

شریک یي کړئ!

دیدگاه ها بسته شده است

نوی خبرونه