برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۲ فروردین , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

د ماشومانو د ژغورنې سازمان: تر ۶ میلیونو ډېر افغان ماشومان به له لوږې سره مخامخ شي

د ماشومانو د ژغورنې سازمان (سیف دې چلدړن) اعلان وکړ چې د افغانستان یو پر دریمه برخه ماشومان به له لوږې رنځ وړي.


د ماشومانو د ژغورنې سازمان اعلان وکړ چې سږ کال به په افغانستان کې له هرو لسو ماشومانو څخه درې یې په یوه کچه لوږه تجربه کړي.

افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې ادارې خبرداری ورکړی چې سږ کال به شاوخوا ۶،۵ میلیونه ماشومان د لوږې له کړکېچ یا بېړنۍ کچې سره مخامخ شي.

دغه سازمان په خپل نوي راپور کې زیاته کړې چې په افغانستان کې د سختو سیلابونو، د وچکالۍ د اوږدې مودې اغیزو او له ګاونډیو هېوادونو د مهاجرینو د راستنیدو له امله له هرو لسو ماشومانو څخه درې یې د لوږې له کړکیچ سره مخامخ دي.

د دې سازمان په راپور کې راغلي چې د لوږې د څارنې نړیوال سازمان نوې شمېرې وړاندوینه کوي چې د میزان تر میاشتې پورې به د نړۍ ۲۸ سلنه نفوس یا شاوخوا ۱۲،۴ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له حاد ناامنۍ سره مخ شي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي