برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۷ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د دوو قومندانانو خپلمنځي نښته

آریانانیوز: دیوراپورپوله مخی په تخار ولايت کې د خپلسرو وسلوالو دوو ډلو ترمنځ نښته کې لس تنه وژل شوي دي او پنځه نور ټپيان دي
د تخار د والي وياند محمد جواد هجري رسنيو ته ويلي دي چې د اختر په لومړۍ ورځ د تخار ولايت ګلفګان ولسوالۍ په «قورق سای» کلي کې د دوو خپلسرو وسله والو ډلو ترمنځ نښته کې لس تنه وژل شوي دي او پنځه نور ټپيان دي
هجري ويلي چې نښته د پخوانۍ شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده چې تيره ورځ له يو بل سره مخ شول او تر څو ساعتونو پورې په جګړه کې ښکېل شول چې ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده
هغه وايي چې په دې جګړه کې د خپلسرو وسله والو سر بېره څو تنه عام کليوال هم وژل شوي دي خو اوس سيمې ته پوليس رسېدلي او وضعيت يې په خپل کنټرول کې اخيستی
د تخار ولايتي چارواکي وايي چې په دې ولايت کې له پخوا راهيسې خپلسرې وسله والې ډلې شتون لري چې وخت ناوخت له يو بل سره په ټکر کې واقع کيږي او يو بل ته مرګ ژوبله اړوي
د تخار د والي وياند وايي چې که څه هم په دې ولايت او ځينې نورو شمالي ولايتونو کې ځينې خپلسرې وسله والې ډلې شتون لري او په وينا يې په ولسي جرګه کې د تخار ولايت يو استازي هم يادې سيمې ته د شخصي دښمنيو د حل لپاره دې ولايت ته سفر کړی دی.

شریک یي کړئ!