برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۰ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د افغانستان جګړه نظامي حل نه لري

آریانانیوز: چین او پاکستان وايي، د افغانستان کړکېچ هیڅ نظامي حل نه لري او د سیمې د ثبات په موخه دې د افغانستان د سولې په برخه کې هڅې وشي
دغه څرګندونې د پاکستان لومړي وزیر «عمران خان» چین هیواد ته د خپل سفر په مهال ددې هیواد له ولسمشر سره په ګډه یوې ناستې وکړې، دواړو لورو په ګډه د افغانستان کړکېچ له نظامي لارې نه حل کېدونکی وباله او زیاته یې کړه « د افغانستان ثبات د سیمې لپاره حیاتي اهمیت لري او باید په دې برخه کې هڅې لا ګړندۍ شي»
د چین ولسمشر له خان سره په لیدنه کې د افغان سولې په برخه کې د پاکستان هڅې وستایلي او ترڅنګ یې یاده کړه، چې یو بین الافغاني، ټولشموله او د افغانانو په رهبرۍ د سولې پروسه کولای شي؛ افغانستان ته ثبات راوړي
چین او پاکستان داسې مهال د افغانستان کړکېچ له نظامي لارې نه حل کېدونکی بولي، چې متحده ایالات وايي، له دولتي عسکرو سره یې په ګډه په افغانستان کې د طالبانو په وړاندې د جګړې ډګر نور هم تود کړی او په یوه میاشت کې یې د غورځول شویو بمونو تر ټولو لوړه شمېره تجربه کړې.

شریک یي کړئ!