برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۵ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمهور رئیس غني: د کورنیو چارو وزارت ټول قراردادونه دې وارزول شي

آریانانیوز: د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ پرون ماښام د ملي تدارکاتو غونډه په ارګ کې جوړه شوه.


په دې غونډه کې ۱۶ تدارکاتي مورده وارزول شول چې په پایله کې یې د ۲،۱ میلیارد افغانیو په ارزښت د ۱۰ نویو پروژ د قراردادونو د ورکړې غوښتنه چې لاندې موارد پکې شامل دي منظور شوه.

د هېواد د ۱۱ ولایتونو ټاکلو زېرمو او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د مرکزي سیلو زېرمو ته د تورخم بندر له لارې د ۴۰ زره متریک ټنه غنمو د لېږد پروژې قرارداد؛
د فواید عامې وزارت اړوند له هجرت کلي څخه تر جلال اباد پورې د ۱۲،۵۰۹ کیلومتر اوږد سړک دپروژې قرارداد؛
د فواید عامې وزارت اړوند د شورابک سپین بولدک سړک جوړولو د دویمې برخې قرارداد؛
د کابل ښاروالۍ اړوند د ۳۰ متر پلن او د ۲،۷۶۰ کیلومتر اوږد د بډولې سړک د جوړولو قرارداد؛
د کورنیو چارو وزارت اړوند د چوکاټي قرارداد په اساس د ۲۰۲ شمشاد زون اړوند د ولایتونو د امنیه قومندانیو او قرارګاو د اړتیا وړ دوه قلمه (پسه او غوايي) غوښې د تدارک قرارداد؛
د پوهنې وزارت اړوند د هېواد د مرکز او ولایتونو د لیلیو د ۱۵ قلمه اعاشوي توکو تهیه او تدارک؛
د کلیو پراختیا وزارت اړوند د بدخشان ولایت د خاش ولسوالۍ د زېرمو د ترمیم او عایق کارۍ پروژې قرارداد؛
د بغلان ولایت چوکک کلي څخه تر پل فرشته ګان پورې د (۹+۹۳۰،۲۳) کیلو مترو په اوږدوالي د شمالي سالنګ لویې لارې سړک د ترمیماتي پروژې قرارداد؛
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند د (G2G) دولت په دولت قرارداد پر بنسټ له (بروغیل نه د چین ترسرحده) د واخان دهلیز نوري فایبر د سروې پروژې د تمدید قرارداد؛
د ښار او کور جوړولو وزارت اړوند د مخکې جوړو قطعاتو له ټکنالوژۍ (د څلور برخو لرونکي) څخه په استفادې د څلورو ښوونځیو د جوړولو پروژې قرارداد؛

سربېره پر دې د کجکي برېښنا بند دویم فاز د جوړولو قرارداد د تعدیلي طرحې وړاندېز چې د عامه او خصوصي مشارکت له ډلې څخه دی، ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړ.

د کورنیو چارو وزارت د اړتیا وړ دوه قلمه غوښې د تدارک قرارداد د ارزولو پر مهال جمهوررئیس غني ټینګار وکړ، د کورنیو چارو وزارت ټول قراردادونه دې وارزول شي او د ټولو قراردادونو فهرست دې له مشخصو ادرسونو سره یوځای د جمهوري ریاست عالي مقام سره شریک شي.

هغه زیاته کړه والیان او امنیه قومندانان دې قراردادونه او قراردادیان وڅاري، سربېره پر دې امنیتي ځواکونو ته لارښوونه وشوه چې د سروې د موندنو پر بنسټ سرغړونکو قراردادیانو سره قانوني چلند وکړي.

د پوهنې وزارت اړوند د هېواد د مرکز او ولایتونو د لیلیو د ۱۵ اعاشوي توکو د تهیې او تدارک پروژې د بحث پر مهال جمهوررئیس غني ټینګار وکړ چې یادې پروژې باید کره او هراړخیزې وارزول او وڅارل شي، ترڅو د پوهنې زده کوونکو ته کافي خواړه ورسېږي، خو په هغه صورت کې که قراردادایان د قرارداد له مواردو سرغړونه کوي، باید قانوني چلند ورسره وشي.

همدا رنګه د اجنډا له مخې، د انرژۍ او اوبو وزارت د فاریاب ولایت د المار بند د ډیزاین او جوړولو قرارداد د ورکړې وړانديز وکړ چې ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړ او دغه وزارت ته یې د یادې پروژې د هراړخېزې ارزونې او د ډیزاین د طرحې په خاطر له ټولو لاروچارو څخه د استفادې دنده وسپارله.

همدارنګه د افغانستان برېښنا شرکت د هرات ولایت د برېښنا د تامین په موخه د ایران په وارداتي لېن کې د پرچاوۍ د تطبیق ستونزو ته په پام له واحدې منبع څخه په استثنایي ډول د دې شرکت د اړتیا وړ توکو د تهیې او تدارک په برخه کې د ملي تدراکاتو کمېسیون د لازمو پرېکړو غوښتنه وکړه.

ملي تدارکاتو کمېسیون د هراړخیزو بحثونو وروسته دغه طرحه ومنله او د افغانستان برېښنا شرکت ته یې لارښوونه وکړه چې د داخلي تولیداتو د ملاتړ په موخه دې د دغې پروژې د اړتیا وړ مواد له کورنیو تولیداتو څخه وپېري.

ملي تدارکاتو کمیسیون له واحدې ملي منبع څخه د ستر درستیز د صحي قومندانۍ د ۳۸۷ قلمه درملو، طبي لوازمو او اړتیا وړ لابراتواري ریجنټونو د تدارک قرارداد د تعدیل د منظورۍ وړاندېز (د بیې له لوړوالي پرته د نېټې غځېدل) هم له غور او ارزونې وروسته منظور کړ.

دغه راز فواید عامې وزارت ملي تدارکاتو کمېسیون ته د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ نه تر ینګي قلعه پورې د ۶۱۵+۲۸ کیلومترو په اوږدوالي د ماورای کوکچه دویمې برخې سړک جوړولو پروژې قرارداد د منظورۍ غوښتنه وکړه چې کمېسیون منظور کړه.

جمهوررئیس په یاده پروژه د بحث پرمهال فوایدعامې وزارت ته لارښوونه وکړه چې په قراردادونو کې د لا زیات رقابت په خاطر باید دکورنیو کوچنیو او متوسطو شرکتونو ملاتړ وکړي . هغه ټینګار وکړ له شرکتونو څخه دې وغوښتل شي چې په خپلو مسلکي وړتیاوو کار وکړي، ترڅو په راتلونکي کې سترې پروژې تطبیق کړي.

جمهوررئیس محمداشرف غني د سړکونو جوړولو پر جدي او دقیقې څارنې ټینګار وکړ وې ویل، سړکونه باید په لازمو معیارونو برابر جوړ شي چې په عمل کې د ژر خرابېدو مخه یې ونیول شي.

له بلې خوا د قرارداد د تعدیل منظورۍ غوښتنه د بیې زیاتوالی او له لومړني قرارداد څخه د DBST برخې حذف او د مزار شریف ښار کې د ۱۵ کیلو متره داخلي سرکونو د جوړولو پروژه کې د واحدې منبع قرارداد کې د هغه زیاتوالی فواید عامې وزارت او د ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړ.

په دې غونډه کې د ولسي جرګې د مالي او بودجې او ملي اقتصاد کمېسیونونو، د افغانستان د شفافیت څار بنسټ، د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د څارنې ځانګړي استازي (سیګار) او د غوڅ ملاتړ سیستیکا ملي او بین المللي څارونکو هم حضور درلود.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي