برخه -څانګه : politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۲ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دطالبانو زندانیان له بین الافغاني مذاکراتو وړاندې آزادیږی

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر او مذاکراتي ټیم غړی شیر محمد عباس ستانکزی وایي، امریکا ورسره موافقه کړې، چې پنځه زره طالب زندانیان به له بین الافغاني مذاکراتو وړاندې خلاصېږي
ښاغلي ستانکزي دغه څرګندونې د توافقنامې د لاسلیک تر مراسمو وروسته له طلوع نیوز سره کړې، نوموړي ویلي، چې د شوي توافق په اساس به بین الافغاني مذاکرات لس ورځې وروسته د مارچ په لسمه نېټه پیلېږي؛ خو تر دې وړاندې به پنځه زره طالب زندانیان او زر حکومتي بندیان له بند څخه خلاصېږي
نوموړي زیاته کړه « موږ ارقام او لستونه ورته سپارلي، که چېرې د زندانیانو خلاصون څو ورځې وځنډېږي، بین الافغاني مذاکرات به هم ورسره وځنډېږي او هر هغه وخت چې ټول زندانیان خلاص شي، د افغانانو خپلمنځي خبرې به هم ورسره پیل شي
د ستانکزي په قول، په بین الافغاني مذاکراتو کې چې افغانانو هر ډول نظام وټاکه، دوی به ورسره توافق کوي
نوموړي ددې تر څنګ د افغانستان په راتلونکي نظام کې د ښځو په حقوقو ټینګار کړی او په خبره یې، ټول هغه حقوق چې په اسلامي چوکاټ کې ښځو ته ورکول شوي، دوی به ورته ژمن وي
یاده دې وي، چې دوې ورځې وړاندې داسې راپورونه وو، چې یو حکومتي شپږ کسیز پلاوی له طالبانو سره د اړیکې ټینګولو په موخه دوحې ته د طالبانو په غوښتنه تللی؛ خو طالبانو دا راپورونه رد کړل او یاده یې کړه، چې نه يې پلاوی راغوښتی او نه هم ورسره لیدلو ته تیار دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي