برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۳ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په کال کی دپاکستان سفارت د وېزې ورکولو څانګه وتړله

آریانانیوز: په کابل کې د پاکستان سفارت پرون ناوخته تر نامعلومې نېټې افغانانو ته د خپلو وېزو ورکولو څانګو د تړل کېدو خبر ورکړ
دغه سفارت د «نومبر پر ۳مه» په یوې اعلامیې کې ویلي، چې دا کار یې په افغانستان کې خپلو مامورینو ته د متوجه امنیتي ګواښونو له امله کړی دی
بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم پرون یکشنبه په هغه هېواد کې له افغان شارزدافیر سره په دې اړه خپل اندېښنه شریکه کړې ده
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې په کابل کې د دوی د سفارت کار کوونکي او مامورین سفارته پر لار خپلو موټرو کې ځورول شوي او موټرسایکلونه ورسره جنګول شوي دي
پاکستان له افغان حکومت څخه غوښتي، چې د ویانا د دیپلوماټیکو امتیازاتو د ۱۹۶۱کنوانسیون له مخې د ټولو پاکستاني دیپلوماټانو امنیت خوندي کړي
دغه هېواد همدارنګه له افغان شارزدافیر څخه غوښتي، چې هېواد یې پاکستاني دپیلوماټو ته د متوجه امنیتي ګواښونو په اړه پلټنې وکړي او د هغوی د امنیت په اړه ډاډ ورکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي