برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۸ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په قطر کې د افغان سولې په تړاو بله غونډه

آریانانیوز: د طالبانو د سیاسي مرکچې پلاوي او امریکایي مقاماتو تر منځ په قطر کې د افغان سولې په تړاو دغه غونډه سبا او بله ورځ پیلیږي.


ټاکل شوې ده چې د طالبانو د سیاسي استازو او امریکایي چارواکو ترمنځ د افغان سولې په تړاو دغه غونډه د همدې اونۍ د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو د قطر په پلازمېنه دوحه کې وشي.
د طالبانو یوې سرچینې چې نوم یې نه دی اخیستل شوی رسنیو ته ویلي دي، په دې غونډه کې یوازې دوی او امریکایي چارواکي ګډون کوي او بل کوم هېواد یا لوری پکې نشته.
سرچینه زیاتوي، چې د قطر په غونډه کې هغه خبرې او بحثونه تعقیبیږي چې له دې وړاندې د دوی او امریکایي لوري ترمنځ په ابوظبۍ او قطر کې خبرې ورباندې شوې وې.
د یادونې وړ دي د ابوظبۍ غونډه کې، چې درې اونۍ وړاندې وشوه، طالب او امریکایي استازو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو، د بندیانو په خوشي کېدو او له تورلېسته د طالبانو پر اېستلو خبرې کړې وې.
دا په داسي حال کې دی چې نن سه سنبه د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا نوی ټاکل شوی مشر عمر داودزی د افغان سولې د هڅو په لړ کې اسلام اباد ته ځي.
اسلام اباد ته د ښاغلي دوادزي د تګ موخه دا ده چې له دغو هیواد څخه وغواړي ترڅو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو په بهیر کې همکاري وکړي.
په ورته وخت کې د طالبانو یوه لوړ رتبه چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي وو، څرنګه چې د عربستان او عربي متحده اماراتو مشران له دوی څخه غواړي چې د جدې په ناسته کې د افغانستان له حکومت سره کښیني، خو اوس له افغان حکومت سره نشي کښیناستلای نو ځکه یي د سعودي عربستان غونډه لغوه کړې ده.
دا په داسي حال کې دی چې د افغانستان د سولې عالي شورا هم له حکومت څخه غوښتي چې روانه میاشت د سعودي عربستان په جده کې د امریکا په ملاتړ د افغان سولې په ناسته کې ګډون ونه کړي، ځکه که طالبان په دې ناسته کې له افغان پلاوي سره مخامخ خبرو ته نه کښیني، نو دا ځل خبرې به هم لکه د مسکو او ابو ظبۍ د خبرو په څیر وي.
د افغانستان د سولې خبرو اترو په لړ کې تهران هم له طالبانو سره کتلي دي له دغو خبرو وروسته د ایران د ملي امنیت سلاکار علي شمخاني او د بهرینو چاروز وارت سیاسي مرستیال عباس عراقچي، په مخکې وروځو کې جلا جلا کابل ته راغلي وو.
ایراني چارواکي وایي له طالبانو د لیدنو او کتنو له دغې لړۍ افغان حکومت خبر دی.
افغان حکومت څرګند دریځ دا دی چې د سولې خبرې باید د افغانانو په مالکیت او مشرۍ تر سره شي.

شریک یي کړئ!