برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

پر ملت د جګړې توندول

آریانانیوز: ولسي جرګه چې ځان د «ملت کور» بولي هم پر ولس د جګړې د توندولو غوښتنه کړې او له حکومته يې غوښتي چې «عملیات تهاجمي» کړي.


د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي پر همدې هم بسنه ونه کړه، هغه وویل چې سوله هم باید په زور ګوتو ته راوړل شي.
ابراهیمي پر حکومت غږ وکړ چې بمباریو او وژنو ته توندي ورکړي او د زور له لارې ګواکې باید سولې ته ورسېږو.
د ولسي جرګې مشر په داسې حال کې د تهاجمي بریدونو د پراختیا غوښتنه کوي، چې دوه ورځې وړاندې امنیتي چارواکو هم وویل چې عسکرو ته يې د تهاجمي عملیاتو د پیلولو امر کړی دی.
طالبانو په خپرو کړو څرګندونو کې ویلي، چې دا ډول «پروپاګند» یوازې د دې لپاره کېږي چې د عسکرو لړزېدلې پښې را کلکې کړي، خو ځای نه نیسي.
څو ورځې وړاندې د ګډ حکومت یو مشر محمد اشرف غني وویل چې د واک په څلورو کلونو کې يې تر ۲۸زره ډېر عسکر وژل شوي دي.
هغه د واک په لومړیو کې په خصوصي مجلسونو کې ویلي و، چې داسې سوله نه غواړي چې پیسې پکې نه وي، بلکې تونده جګړه يې له پیسو سره یو ځای پکار ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي