برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۳ خرداد , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

ملي مقاومت جبهه: له افغانستانه د ترورېزم ګواښ له پامه مه غورځوئ

آریانانیوز: د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مشر د امریکا حکومت ته ویلي چې د افغانستان له خاورې د ترهګرو ګواښونه دې له پامه ونه غورځوي.


د بهرنیو اړیکو رییس علي میثم نظري، فاکس نیوز ته په یوه بیان کې وویل اوس د عمل کولو وخت دی، او سپینه ماڼۍ باید ژر تر ژره عمل وکړي او د ډیموکراټیکو او د تروریزم ضد ځواکونو لکه د ملي مقاومت جبهې ته د اجازه ورکولو له لارې د افغانستان د آزادولو لپاره د تروریزم ضد فعاله تګلاره غوره کړي.

نوموړي زیاته کړه، په پنجشیر، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې د مقاومت جبهې بریدونه کړي او په تیرو لسو ورځو کې حتی د مرستندویه ځواکونو په ګډون چې مشهور قوماندانان هم په کې شامل دي، په پراخه کچه طالب جنګیالي وژل شوي او جګړه لاهم روانه ده.

میثم زیاته کړه: دا موږ ته د طالبانو کمزورتیا په ګوته کوي او موږ پوهیږو چې د دوی فرضي ځواک د متحده ایالاتو له پاتې تجهیزاتو څخه بې ګټې دی.

د هغه په وينا، طالبان جنګي جنايتونه کوي او د ناکراره ولايتونو د نيولو په موخه په نا امیده هڅه کې یې پر ملکي وګړو بریدونه زیات کړي دي.

د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مشر یادونه وکړه چې د کلینټن ادارې په تیرو وختونو کې یوه تېروتنه وکړه چې د سپټمبر د یوولسمې تروریستي بریدونو لامل شوه او هغه هیله لري چې سپینه ماڼۍ دا تېروتنه تکرار نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په پنجشیر، اندراب او ورسج تخار کې د طالبانو او د مقاومت جبهې د ځواکونو ترمنځ نښتې شوې دي.

 

 

 

 

 

 

شریک یي کړئ!