برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۸ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

طالبان دې سولې ته ژمنیتیا وښيي

آریانانیوز: د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» په کابل او پروان کې ولایتونو کې د طالبانو وروستي بریدونه غندلي او له هغوی یې غوښتي څو د بریدونو په کمولو سره سولې ته خپله ژمنتیا وښيي
د غه څرګندونې مایک پمپیو په یوه اعلامیه کې کړې، نوموړي ویلي « طالبانو همدا نن ورځ ترورستي بریدونه کړي او د داسې بریدونو مسئولیت یې په غاړ اخستی، چې له امله یې په لسګونو افغانان وژل شوي»
پمپیو زیاته کړه « که طالبان رښتیا هم سولې ته رسېدل غواړي، جنګ، تشد، افغان وژنه او دهیواد بربادي دې ودروي او په دې توګه دې وښایي، چې هغوی سولې ته ژمن دي»
نوموړي له دې سره، سره په بغلان ولایت کې د ازبکستان له لوري د برېښنا انتقالوونکو مزو غوڅول د طالبانو کار بللی او دا ګام یې په کلکو ټکو باندې غندلی
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال طالبان سولې ته د ژمنتیا لپاره هڅوي، چې د امریکا او طالبانو له لوري د افغان سولې په هدف روان مذاکرات د «ډونالډ ټرمپ» له لوري لغوه اعلان شول او ورسره جوخت د افغانستان د سولې او ثبات هیلې مړاوې شوې
طالبانو د مذاکراتو لغوه کول له مذاکراتي مېز څخه د امریکا تېښته وبلله او تر څنګ یې بیا ځلې مذاکراتو ته د تیاري خبر هم ورکړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي