برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۸ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

شېرمحمد عباس ستانکزی- طالبان د انحصاري حکومت غوښتونکي نه دي

آریانانیوز: پرون سې‎شنبې (د سلواغې ۱۶ مه نېټه) د افغان سیاسي ګوندونو، بهیرونو او سیاستوالو څخه جوړ شوي پلاوي په مسکو کې له طالب استازو سره لیده کاته او خبرې اترې پیل کړې.


دا دوه ورځنۍ ناسته په مسکو کې د سولې په اړه د بین الافغاني خبرو اترو په موخه په مسکو کې د مېشتو افغانانو له خوا جوړه شوې ده.
د طالبانو د مرکچي پلاوي رییس وايي طالبان د انحصاري حکومت غوښتونکي نه دي خو اوسنی اساسي قانون نه مني.
په مسکو کې د طالبانو مرکچي پلاوي غړی شېرمحمد عباس ستانکزی وايي:«د کابل ادارې موجوده اساسي قانون د اعتبار وړ نه دی، ځکه چې له غرب څخه کاپي شوی او د اشغال تر سیوري لاندې د افغانستان پر مسلمانې ټولنې تپل شوی، نه د افغانانو غوښتنو ته ځواب ویلی شي او نه هم عملي کېدای شي، ځکه چې مواد یې په خپلو کې متضاد او مبهم دي.»
د هېواد پخوانی ولسمشر حامدکرزی وايي د طالبانو په ګډون ټول افغانان له جګړې ستومانه شوي دي.
ښاغلي کرزي په دې اړه وویل:«افغانان باثباته او د تلپاتې سولې لرونکی افغانستان غواړي، متحد او ولسواکه افغانستان غواړي، د خپلو ښځو او سړیو په لاس پیاوړی افغانستان غواړي، د تحصیل کړو پېغلو او ځوانانو پر ځواک سمبال افغانستان غواړي.»
له بلخوا د طالبانو یو پخوانی غړی د اردو د احتمالي منحلولو په اړه د دې ډلې د مرکچي پلاوي د رییس شېرمحمدعباس ستانکزي د وروستیو څرګندونو په وړاندې غبرګون ښيي.
د طالب ډلې پخوانی غړی مولوي قلم الدین په دې اړه په ډاګه کړه:«هېڅوک اردو نه منحلولای نه شي، دولت یې نه منحلوي، موږ خو یو ځل بیا له پخوانیو وسلو سره ځان نه سمبالوو.»
د مسکو په ناسته کې ګډون کوونکې مېرمنې وايي د سولې په خبرو کې به د ښځو حقونه قرباني نه‎شي.
د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي په دې اړه وايي:«افغانستان نن د ۱۹۹۸، ۱۹۹۹ او ۲۰۰۱ کلونو افغانستان نه دی، هغه دوره چې طالبانو ښځې اړ ایستلې چې په کورونو کې کېښني.»
په دې لړ کې د اسلامي جمعیت اجراییه رییس عطامحمدنور له طالبانو سره د سولې لپاره یوازینۍ لار د موقت حکومت رامنځته کېدل ګڼي.
ښاغلی نور د تېرې یوې نیمې لسیزې د بریاوو په خونديتوب په ټینګار سره وايي د هغه لخوا وړاندیز شوی لنډماله حکومت به یوازې له اوسني وضعیته د تېرېدو لپاره وي او په واک کې به د طالبانو د شریکولو زمینه برابره کړي.
د جمعیت اسلامي ګوند اجراییه رییس عطا محمد نور په دې اړه څرګنده کړه:«واک غوښتونکي هغه کسان دي چې د ولسمشرۍ او شاوخوا کسانو یې څوکۍ ګانې ټینګې نیولې دي. او د سولې راوستل د ځان په زیان بولي. که‎چېرې ولسمشر غني او یا هم هر بل څوک سوله ونه غواړي، که‎چېرې سوله د افغانستان د ملي ګټو پر بنسټ راشي موږ هغه عملي کوو ځکه چې موږ افغانستان ته قرباني ورکړې نه غني.»
له دې سره سره کرملین وايي د مسکو ناسته د روسیې لخوا نه ده جوړه شوې او له همدې امله به د طالبانو له ګډون کوړنکي پلاوي سره تماس ونه نیسي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف څرګنده کړه:«اوس هرڅوک دا په رسمیت پېژني چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې اړینې دي خو ځینې هېوادونه د بېلګې په توګه امریکا هڅه کوي چې د دغو خبرو اداره په واک کې واخلي ترڅو په پټه او د تړلو دروازو ترشا خبرې وکړي، په تېره بیا دوی په قطر کې له طالبانو سره دا ډول کتنه کړې، هغه هېوادونه چې د افغانستان د وضعیت په هکله لېوالتیا لري په افغانستان کې زموږ د همکارانو د پروګرام په تیاره کې ساتل شوي دي.»
د طالبانو د استازو او د هېواد د یو شمېر سیاستوالانو ترمنځ د مسکو ناسته به دوه ورځې روانه وي.
حکومت چې دغې ناستې ته نه دی بلل شوی وايي دا ناسته به له سولې سره مرسته ونه‎کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي