برخه -څانګه : politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۴ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ټاکنیزو کمېسیونونو نویو کمشنرانو د لوړې مراسم

آریانانیوز: په دې مراسمو کې چې نن له غرمې مخکې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شول، د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس سیدیوسف حلیم هم حضور درلود په پېل کې د ټاکنیزو کمېسیونونو کمشنرانو خپل ژمنلیکونه لاسلیک کړل.
وروسته د جمهوررئیس فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر د یادو کمشنرانو او د ټاکنیزو کمېسیونونو د دارالانشا د رئیسانو د ټاکلو په اړه د جمهوررئیس فرمان ولوست.
ورپسې سید عصمت الله مل، مولانا محمد عبدالله، اورنګزیب، محمد حنیف دانشیار، مسافر قوقندي، حوا علم نورستانۍ او رحیمې ظریفي د ټاکنو خپلواک کمېسیون د نویو کمشنرانو په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه.
دغه راز محمد قاسم الیاسي، زهرې بیان شینوارې، مولوی دین محمد عظیمي، محمد یونس طغرا او سید قطب الدین رویدار د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د نویو کمشنرانو په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه.
په همدې ترتیب په دې مراسمو کې حبیب الرحمان ننګ د ټاکنو خپلواک کمېسیون او چمن شاه اعتمادي د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د دارالانشا د رئیسانو په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه.
د لوړې له مراسمو وروسته جمهوررئیس غني د ټاکنو قانون د تعدیل او نویو کمشنرانو د ټاکل کېدو اړتیا ته په اشارې وویل: مهمه مسئله داده چې دا کمشنران د ټولو لوریو او د جمهوري ریاست د راتلونکو ټاکنو د ټولو نوماندانو، راجستر شویو ګوندونو، له ټاکنو څخه د ټولو څارونکو بنسټونو او مدني ټولنې، استازیتوب کوي.
هغه زیاته کړه: دوی د ټولو ګوندونو، بنسټونو او نوماندانو له لوري تائید او معرفي شوي او همدوی رایه ورکړې وه. دا پروسه ټول ملت وکتله چې د ټاکنو کمېسیونونو ټول غړي په بشپړه شفافه توګه انتخاب شول اوهغه تورونه له منځه ولاړل چې ویل به یې د ټاکنو کمېسیونونوکمشنران په دې یا هغې ډلې پورې اړه لري.
جمهوررئیس نوي کمشنران، تېرو تېروتنو او سرغړونو ته په پام څو مواردو ته متوجه کړل او وې ویل، د نوي قانون د تعدیل په اساس ټولې انتخاباتي تېروتنې د افغانستان د جزا په نافذه قانون کې پېش بیني شوي دي او ټولې سرغړونې به د عدلي او قضایي ارګانونو له خوا وڅېړل شي او مرتکبینو ته به جزا ورکول شي. د دې لپاره چې له وظیفې څخه د ناوړه استفادې او فساد مخه ونیسو، دواړه کمېسیونونه باید ګډه ناسته وکړي او د کمیشنرانو د قرنطین یو مشخص میکانیزم دې ترتیب کړي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، د ټاکنو د قانون په اساس د کمېسیونونو هیڅ غړی حق نه لري چې د سیاسي ګوند فعال واوسي، خپلې اړیکې دې له سیاسي ګوندونو سره، چې مخکې یې غړی وو پرې کړي، ځکه هر راز اړیکې یې سرغړونه بلل کېږي.
هغه زیاته کړه: بل لومړیتوب دا دی چې له نن څخه تر دوو ورځو پورې به دوی خپل نوي رئیسان ټاکي او دواړه کمېسیونونه به نه یوازې د جمهوري ریاست د ټاکنو، بلکې د ولایتي شورا ګانو، د غزني ولایت د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره هم امادګي نیسي او د دې تر څنګ باید د پارلماني ټاکنو د پاتې نهايي نتیجو فیصله هم ژر تر ژره وکړي چې د دواړو کمېسیونونو دغه کار به د افغانستان ځوریدلي ملت ته د دوی لومړۍ او مهمه ازموینه وي.
جمهوررئیس د ټاکنیزو کمېسیونو نویو کمشنرانو ته په خطاب کې وویل، تاسې ته تر ټولو سخته دنده سپارل شوې ده، په کاري محتوا کې مو خپله خپلواکي واضح وه، خو د ټاکنو په پروسه کې د تجربو مخينه په ډاګه کوي چې خپلواکي مو نسبي او د قانون له مخې تنظیم شوې ده.
جمهوررئیس غني ټینګار وکړ: حکومت مطلقه ژمنه کوي چې د هر ډول مداخلې مخه ونیسي او د افغانستان ویاړلي امنیتي او دفاعي ځواکونه به د ټاکنو امنیت تامینوي، خو د ملت باور باید په کمېسیونونو وي چې د دې باور زیانمنول د منلو نه دی.
هغه زیاته کړه: د ټاکنو نېټه تعین شوې او تاسې به په یاده نېټه د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره کار او هڅه کوئ. ټولې دولتي ادارې به له تاسې سره همکارې وي او د منابعو له اړخه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ژمنه کوي چې ټولې ضروري منابع ستاسې په واک کې درکړي.
جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې د ټاکنیزو کمېسیونونو نویو کمشنرانو ته د مبارکۍ ترڅنګ څرګنده کړه، د افغانستان اسلامي جمهوریت د پیاوړتیا مسیر پیل شوی او د شاته تګ لار نه لري، د پیاوړتیا ژوندی او واضح مثال یې د ټاکنو پروسه کې همدا وروستي اصلاحات دي.
وروسته اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله وویل: خوښ یوو د ټاکنو د تعدیل په برخه کې د افغانستان د خلکو د موخو او هیلو د تحقق په لار کې چې د سالمو، شفافو او عادلانه ټاکنو ترسره کول دي یو بل ګام پورته شو او نن د ټاکنیزو کمېسیونونو د نویو کمېشنرانو چې د اجماع پر بنسټ وټاکل شول، د پېژندنې شاهدان یوو.
نوموړي د ټاکنیزو کمېسیونونو نویو کمېشنرانو ته د بریالیتوب ترڅنګ وویل، تاسې ستر مسوولیت واخیست او نن مو لوړه وکړه چې د هېواد د اساسي قانون پر بنسټ به خپلې دندې په صادقانه توګه ترسره کړئ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي