برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۷ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د معصوم ستانکزي استعفا

آریانانیوز: دیوراپورله مخی ولسمشر غني د ملي امنیت د رئیس استعفا هغه وخت ومنله چې ننګرهار کې د افغان ځواکونو ‘صفر دوه’ قطعې تېره شپه په مرکز جلال اباد کې پر یوه کور چاپه اچولې او څلور وروڼه یې وژلي دي چې حکومت پلوه بلل کېدل
پېښه ددې ښار څلومه ناحيه مجبور اباد سيمه کې د ملي امنيت ۰۲ قطعې عملياتو کې ۴ ورورڼه په خپل کور کې وژل شوي دي
سیمه کې د بي بي سي خبریال ذبیح الله رحیمزی وايي چې ځواکونو له دې کور پنځه کسان له ځان سره وړي دي.
که څه هم دې ځواکونو په یوه اعلامیه کې ویلي، د داعش اړوند څلور کسان یې په یوه چاپه کې وژلي، خو د ننګرهار اداره یوه اعلامیه کې وژل شوي شهیدان بولي
د والي ویاند عطاء الله خوږياڼی له بي بي سي سره خبرو کې وايي چې دا مسئله یې له مرکز سره شریکه کړې ده
“صفر دوه ځواکونو تېره شپه عملياتو پر مهال څلور تنه شهيدان کړي، موضوع مرکز سره شريکه شوې او ترې د جدي قانوني چلند غوښتنه شوې”
د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار په دې پېښه خواشیني ښودلې او وايي، وژل شویو وروڼو کې یو له نوموړي سره دغه جرګه کې سلاکار و
“په شهيدانو وروڼو کې شهيد قاضي عبدالقادر صديق له ماسره په مشرانو جرګه کې د سلاکار په توګه دنده ترسره کوله چې يو نيک سيرته، وطندوسته او دروند خويه انسان و، څلور واړه وروڼه هر يو شهيد قاضي قادر، شهيد عبدالصبور، شهيد بهادر او شهيد جهانزېب لوستي، په وطن مين او ددې خاوري خواخوږي زلميان و رب دې شهادت قبول کړي”
د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماند عبدالله عبدالله ډلې هم د یوې اعلامیې خپرولو سره د ننګرهار پېښه غندلې او د پېښې له عاملانو یې د ځواب غوښتنه کړې ده
سلګونو ځايي خلکو دغه د څلورو وروڼو مړي د اعتراض په ډول د ننګرهار ولایتي ادارې مخ ته وړي او له حکومت غوښتنه کوي چې عاملان یې د قانون منګولو ته وسپاري
دوی وایي وژل شوي ځوانان حکومت پلوه وو او هم یې دولتي دندې درلودې.

شریک یي کړئ!