برخه -څانګه : afghanistan, note, politics, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۷ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په نشه يي توکو کې د معصوم ستانکزي لاس

آریانانیوز: هلمند د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د افغانستان په کچه په کې زیات کوکنار کرل کیږي. د یوې سروې له مخې تېر کال په ټول افغانستان کې په دوه لکه هکټاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو چې له دې جملې څخه یې یو لک هکټاره یوازې په هلمند کې وو.



په دې وروستیو کې په هلمند کې درې فصله کوکنار کرل کیږي چې پخوا به یوازې یو ځل کرل کېدل. لیکن اوس په هلمند او په خاص ډول په شمالي هلمند کې سر په سر کوکنار کرل کیږي. په دې معنی چې د یوه فصل تر پای ته رسېدو وروسته بل فصل کښت کیږي.
هلمند د افغانستان یو له پراخه او زراعتي ولایتونو څخه دی. د پاکستان او د نیمروز له لارې له اېران سره پراخ او ازاد سرحد لري. قاچاق وړونکي په ډېرې اسانۍ سره کولای شي چې خپل توکي بهرنیو هېوادونو ته ولېږدوي.
د افغانستان د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزي په ولسي جرګه کې د هلمند د استازي عبدالجبار قهرمان په لاس د سنګوریانو یوه ډله جوړه کړه. په لومړیو کې هدف دا و چې دا ډله به له دښمن سره د هلمند په جګړه کې مهم رول لوبوي. په دې ډله کې زیاتره غیر مسلکي، بې سواده او په ټولنه کې رټل شوي خلک راجمعه شوي دي. دا ډله د ولس ځورونې ترڅنګ غلا او بېلا بېلې نورې ناروا کړنې ترسره کوي چې د هلمند خلک ترې تر پزې راغلي دي. دا ډله بېلا بېلې څانګې لري چې د محمد رسولیانو او سنګوریانو په نامه فعالیت کوي.
په اصل کې د دې ډلې هدف د نشه یي توکو نیول دي. د دې ‌ډلې شمېر شاوخوا زر کسانو ته رسیږي چې هېڅ یونیفورم نه لري او په شخصي جامو کې فعالیت کوي. د دې ډلې لپاره بېله بودجه ځانګړې شوې ده. له دولتي موټرانو څخه هم ګټه نه اخلي؛ بلکې ټویوټا، لنډکروز او نورو داسې موټرانو څخه استفاده کوي چې په رېګونو کې د تېز رفتار او د قاچاق د نیولو قابلیت لري.
کله چې دا ډله جوړه شوه، د مسوولیت چارې یې د هلمند د ملي امنیت رئیس یاسین خان ته وسپارل شوې. یاسین خان له هلمند څخه کندهار ته تبدیل شو؛ خو د معصوم ستانکزي په زور بېرته د هلمند والي وټاکل شو. داسې هېڅکله نه ده پېښه شوې چې په اونۍ کې یو ځل یا دوه ځل نشه يي توکي نه وي نیول شوي؛ خو تر نیول کېدو وروسته بېرته موضوع پټه شي چې حتی تر مرکز او ولسمشر پورې هم راپورونه ولاړ شي، مګر موضوع ګونګه پاتې شي.
هلمند ته د والي په توګه د یاسین خان راتګ یوازې او یوازې د معصوم ستانکزي هڅه وه. داسې ویل کیږي چې دوی دا پیسې په ګډه د ستانکزي په مشرۍ ټولوي او وايي چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به ورڅخه استفاده کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي