برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۵ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د افغان کډوالو د ټولنې په نوښت په مسکو کی د افغان سولې په اړه غونډه

آریانانیوز: په داسې حال کې چې په کابل کې د روسیې سفارت تېره ورځ په مسکو کې د افغان سولې په اړه غونډې ته د افغان سیاستوالو او طالبانو د بللو په اړه راپورونه ردکړل،خو د سولې شورا یوه سرچینه وايي، چې د روسیې سفارت دغه غونډې ته ۲۰ تنه افغان سیاستوال وربللې دي.


د روسیې سفارت تېره ورځ وویل چې دغه غونډه په روسیه کې د افغان کډوالو د ټولنې په نوښت جوړېږي او د روسیې دولت د هغې په جوړولو کې هیڅ رول نه‌لري.
دغه سرچینې د یکشنبې په ورځ د «سلواغې پر۱۴مه» امریکا غږ ته وویل چې دغه افغان سیاستوال په روسیه کې د افغان کډوالو د ټولنې لخوا نه بلکې د روسیې سفارت لخوا په مسکو کې د افغان سولې په اړه غونډې ته بلل شوي دي.
سرچینه وايي چې دغه غونډې ته د سولې عالي شورا نه ده بلل شوې او ټاکل شوې خپل استازي هم دغه غونډې ته وانه ستوي.
ویل کېږي چې دغه غونډې ته د پخواني ولسمشر حامد کرزي ترڅنګ، حنیف اتمر، د صبغت الله مجددي زوی نجیب مجددي، د حزب اسلامي په مشرۍ حکمتیار او د یو شمېر نورو سیاسي حزبونو استازي بلل شوي دي.
تر دامهاله د حامد کرزي دفتر او محمد حنیف اتمر دغه غونډه کې ګډون تائید کړی خو نورو اړخونو لا تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
په دغه غونډه کې د احتمالي ګډون کوونکو له ډلې محمد حنیف اتمر پر خپل ټوېټر د افغان سولې په اړه دغه غونډه د بین الافغاني مذاکراتو په برخه کې مهمه بللې او زیاته کړې ده چې نوموړی د نورو افغان مشرانو ترڅنګ په دغه غونډه کې ګډون کوي.
ټاکل شوې د افغان سولې په اړه د مسکو غونډه د سې شنبې او چهارشنبې په ورځ تر سره شي چې د افغان سیاستوالو ترڅنګ د طالبانو استازې هم وربلل شوي دي.
د تېرې جمعې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت امریکا غږ ته وویل چې دغه غونډه د افغان سولې له بهیر سره مرسته نه کوي او افغان پلاوی هم پکې ګډون نه کوي.
په مسکو کې د دغې غونډې په هکله رپوټونو په کابل کې یو لړ غبرګونونه پارولي وو، یو شمیر څېړونکو دغه موضوع د افغانستان د دولت د څنډې کولو په معنی ګڼلې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي